پر اوکراین د روسیې د برید نن دویمه ورځ ده، جګړه لا هم روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه وروسته چې د اوکراین دوه جلا شوې سیمې یې په رسمیت وپېژاندلې، تېره ورځ یې پر اوکراین د پراخ پوځي برید فرمان صادر کړ، د پوتین له فرمان سره همهاله پر اوکراین د هوا، ځمکې او سمندر  له لارې په مهمو نکتو بریدونه پیل شول. د الشرق الاوسط […]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له هغه وروسته چې د اوکراین دوه جلا شوې سیمې یې په رسمیت وپېژاندلې، تېره ورځ یې پر اوکراین د پراخ پوځي برید فرمان صادر کړ، د پوتین له فرمان سره همهاله پر اوکراین د هوا، ځمکې او سمندر  له لارې په مهمو نکتو بریدونه پیل شول.

د الشرق الاوسط د راپور پر استناد، په تېره یوه ورځ کې د اوکراین ۱۳۷ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۳۱۶ تنه ټپیان شول، همدا راز دواړه لوري دعوه کوي چې د یو بل سرتیري یې ژوندي هم نیوبي دي، په سوشل میډیا کې خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې لسګونه اوکرایني وګړي روغتونونو ته تللي او د خپلو ټپیانو لپاره وینه هدیه کوي.

تر برید وړاندې پوتین وویل، دوی د اوکراین د اشغالولو په لټه کې نه بلکې د خپلې خاورې د دفاع په موخه یې دغه پراخ پوځي عملیات پیل کړي، نوموړي همدا راز له اوکرایني سرتېرو غوښتنه کړې وه چې وسله پر ځمکه کېږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي، هغه زیاتوي که په دې جګړه څومره وینه تویې شي مسئول به یې د اوکراین رژیم وي.

د روسیې او اوکراین تر منځ په دویمه ورځ هم سخته جګړه روانه ده، د اوکراین ولسمشر له روسیې سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې څوک به په دې سخت وخت کې د دوی تر شا ودریږي، د اوکراین ولسمشر همدا راز ویلي چې دنیاوالو روسیې ته یوازې پرېیښي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن که څه اوکراین ته د ملاتړ ډاډ ورکړی و، خو اوس خپل پوځونه د اوکراین پر ځای جرمني ته استوي، هغه وایي، له روسیې سره په جګړه کې نه غواړي ښکېل شي خو له ناټو د دفاع په موخه یو شمېر هیوادونو ته خپل سرتیري استوي.

هېره دې نه وي چې امریکا، جرمني، برېتانیا، کاناډا او ګڼ شمېر هیوادونو پر روسیې له دې امله بندیزونه ولګول چې پر اوکرابن یې ولې برید وکړ، د بندیزونو لړۍ لا هم روانه ده چې بشپړ معلومات به یې راتلونکو څو ساعتونو کې جوت شي.

اوکرایني سرچینو تېره ورځ د ګڼو روسي الوتکو او چورلکو د ویشتلو او همدا راز د ګڼو پوځي واسائطو د ویجاړولو خبر ورکړ، خو روسیې یوازې د یوې الوتکې د نسکورېدو خبر تائید کړ خو ویلي دي چې دا د پیلوټ د تېروتنې له امله رانسکوره شوه.

د اوکراین دفاع وزارت هم تېره ورځ د خپلې یوې پوځي الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړ او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې پنځو تنو سرتېرو ژوند د لاسه ورکړ.