نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د پرو هیواد په جنوب کې یوې کوچنۍ الوتکې هغه مهال سقوط وکړ چې ”ماریا“ هوایي ډګر کې د راښکته کېدو په حال کې وه، په دې خورا خونړۍ پېښه کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغې کوچنۍ الوتکې د ”ایکا“ سیمې سیاحتي ښارګوټي ”نازکا“ څخه تر لیدنې وروسته قصد درلود په […]
د پرو هیواد په جنوب کې یوې کوچنۍ الوتکې هغه مهال سقوط وکړ چې ”ماریا“ هوایي ډګر کې د راښکته کېدو په حال کې وه، په دې خورا خونړۍ پېښه کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغې کوچنۍ الوتکې د ”ایکا“ سیمې سیاحتي ښارګوټي ”نازکا“ څخه تر لیدنې وروسته قصد درلود په ”ماریا“ هوایي ډګر کې راښکته شي، خو له راښکته کېدو دمخه یې سقوط وکړ چې له امله یې ۷ تنه مړه شول. د پرو ملي پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې په یاده الوتکه کې ۵ تنه سیلانیان او دوه تنه د الوتکې عمله سپاره وو، چې بدبختانه ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی. د یادونې وړ ده چې له پېښې وروسته د اور وژونې او پولیسو ګڼ شمېر ټیمونه سیمې ته رسېدلي، که څه هم د الوتکې د لوېدو لامل تر دا مهاله نه دی په ډاګه شوی خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.