پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د پولیسو د ناسم چلند په اړه د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په […]

له څه مودې راهيسې، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې؛ افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي، له پاکستاني حکومت څخه يې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي.

پاکستان د افغانستان یو نږدې او داسې ګاونډی هیواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور تر څنګ ګڼ نور نه بېلېدونکي مشترکات لري، دغه راز په پاکستان کې سلګونه زره افغان مهاجرین میشت دي او هلته نه يوازې خپل غیر سیاسي ژوند کوي، بلکې د کوربه هیواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې هم پاموړ رول لرلی دی.

د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګریو په پرلپسې توګه هڅه وکړه خو له بده مرغه د غوښتنو سره سره دا ستونزه حل نشوه.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت تل د دیپلوماتیکو لارو د پاکستان په چارواکو غږ کړی چې د افغان مهاجرینو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې شي، هلته له تلونکو او مېشتو افغانانو سره د ناوړه چلند څخه پولیس منع کړي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.