پاکستان: لاهور کې خونړۍ چاودنې درې تنه وژلي او ۲۷ تنه یې ټپیان کړي دي

د پاکستان په مشهور ښار لاهور کې د خونړۍ چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي دي، ویل کیږي چاودنه نن ماسپښین لاهور ښار اړوند انار کلي بازار کې تر سره شوې ده. تر اوسه د چاودنې په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځایي […]

د پاکستان په مشهور ښار لاهور کې د خونړۍ چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي دي، ویل کیږي چاودنه نن ماسپښین لاهور ښار اړوند انار کلي بازار کې تر سره شوې ده.

تر اوسه د چاودنې په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چاودنه په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له امله را منځ ته شوې ده، له چاودنې وروسته پولیس او مرستندویه ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان شوي کسان یې نږدې روغتون ته انتقال کړي دي، د یادونې وړ ده چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

چاودنه د ګڼې ګوڼې په یو بازار کې تر سره شوې ده، د جیو نیوز د راپور پر بنسټ چاودنه دومره زوروره وه چې تر لرې ځایونو یې غږ اورېدل شوی، د هټیو ښیښې یې ماتې کړي او ګڼ شمېر موټر سایکلو ته یې زیان اړولی دی.

امنیتي ځواکونو سیمه کلا بنده کړې او د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې کوي، رسنۍ زیاتوي چې چاودنه د انار کلي بازار په دروازه کې یو شخصي بانک ته څېرمه دکانونو سره شوې ده.

تر اوسه د چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم د پاکستان امنیتي چارواکو ددې چاودنې پړه پر کومې وسله والې ډلې اچولې ده، خو له لومړنیو څېړنو وروسته ښایي معلومات رسنیز شي.