نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو پر اساس د يمن په جنوب عدن ښار کې د خونړۍ چاودنې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځته شوې ده، ويل کيږي چې دا چاودنه د عدن ښار اړوند په الشعب سيمه کې رامنځته شوې ده. سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دا چاودنه په داسې مهال رامنځته شوې، […]
د نړيوالو خبري رسنيو د راپورونو پر اساس د يمن په جنوب عدن ښار کې د خونړۍ چاودنې له امله ګڼه مرګ ژوبله را منځته شوې ده، ويل کيږي چې دا چاودنه د عدن ښار اړوند په الشعب سيمه کې رامنځته شوې ده.
سيمه ييزې سرچينې وايي، چې دا چاودنه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د شورا انتقال اړوند امنيتي ځواکونو موټريز کاروان په سيمه کې د تېرېدو په حال کې و، تر اوسه د يادې چاودنې له امله د مرګ ژوبلې کره مالومات نه دي ورکړل شوي خو امکان لري چې ډېری وګړو ته يې مرګ ژوبله اوړولي وي، د چاودنې مسئوليت هم چا نه دی منلی.
تېره مياشت هم د عدن ښار اړوند هوايي ډګر کې د چاودنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي وو او کابو ۵۰ ټپيان وو، عدن د پخواني مستعفي ولسمشر منصور هادي تر کنټرول لاندې ده چې د سعودي عربستان له کلک ملاتړه برخمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو او يونيسف ادارې په څو څو ځله خبرداری ورکړی چې يمن له سختې قحطۍ او انسان فاجعې سره مخ دی، که په دغه هيواد کې جګړه ييز حالت همداسې دوام ومومي د يمن حالات به له کنټروله ووځي.
له همدې کبله ملګرو ملتونو او يو شمېر نورو هيوادونو د يمن د قحطۍ ځپلو سره د مرستو را ټولولو پروسه پيل کړې ده او غواړي په دغو مرستو د اړمنو وګړو لومړنۍ بشري مرسته وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.