ولې تېر میلادي کال د امریکا د پولیسو لپاره خونړی کال و؟

د فاکس نیوز د راپور له مخې، تېر میلادي کال د امریکا د پولیسو لپاره خورا خونړی کال بلل شوی دی، په راپور کې راغلي، چې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۴۵۸ پولیس د خپلو دندو پر مهال مړه شوي دي. د امریکا د پولیسو د مړینې کچه د ۲۰۲۰ میلادي کال په پرتله سږ […]

د فاکس نیوز د راپور له مخې، تېر میلادي کال د امریکا د پولیسو لپاره خورا خونړی کال بلل شوی دی، په راپور کې راغلي، چې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې ۴۵۸ پولیس د خپلو دندو پر مهال مړه شوي دي.

د امریکا د پولیسو د مړینې کچه د ۲۰۲۰ میلادي کال په پرتله سږ کال ۵۵ سلنه زیاته شوې ده، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۲۹۵ پولیس د دندو د تر سره کولو پر مهال مړه شوي وو.

راپور زیاتوي چې هغو پولیسو چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې ژوند د لاسه ورکړی ۳۰۱ تنه یې یوازې د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کې د ۱۹۳۰ راهیسې د مړینې ترټولو لوړه شمېره اټکل شوې، چې لویه برخه یې کوویډ – ۱۹ وبا، ترافیکي پېښې او وسله وال بریدونه تشکیلوي.

د ایالتونو په درجه بندۍ کې ټګساس تر ټولو لومړۍ مرتبه کې قرار، په دغه ایالت کې ۸۴ پولیس مړه شوي او په دویمه مرتبه کې بیا فلوریډا ایالت دی چې د ۵۲ قضیو شاهد و.

له بلې خوا د يوې امريکايي رسنۍ د څېړنو پايلې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې د امريکا پوليسو تر ۴۰۰ ډېر امريکايي اتباع وژلي دي، خو دا وژنې یې په داسې مهال تر سره کړي چې نه وسلې او مهمات ورسره وو او نه په تاوتریخوالي متهم وو، یوازې د تګ راتګ پر مهال يې تر تېغه تېر کړي دي.

د متحده ایالاتو د افسرانو مرکز هم د روان کال په اکتوبر میاشت کې راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو ټول ۲۴۵ پولیس افسران د کورونا ویروس له امله مړه شوي چې د بریدونو، طبعي حوادثو او نورو ناروغیو له امله یې د مړو شمېر ډېر دی.