هند کې د کرونا وژونکې څپه؛ د مړو د سوځولو ځایونه ختم شوي

هند کې د کرونا ویروس وژونکې څپه تر بل هر وخت زیاته شوې، د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې بېړنی حالت اعلان شوی، په پلازمېنه نوي ډیلي کې د مړو د سوځولو (چې د هندوانو مذهبي مراسم بلل کیږي) ځایونه ختم شوي، چارواکي هڅه کوي چې پارکونو او د موټرو په تم ځایونو […]

هند کې د کرونا ویروس وژونکې څپه تر بل هر وخت زیاته شوې، د راپورونو له مخې په دغه هیواد کې بېړنی حالت اعلان شوی، په پلازمېنه نوي ډیلي کې د مړو د سوځولو (چې د هندوانو مذهبي مراسم بلل کیږي) ځایونه ختم شوي، چارواکي هڅه کوي چې پارکونو او د موټرو په تم ځایونو کې په لنډمهاله توګه د مړو د سوځولو بندوبست وکړي.

په هند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر یو میلیون اوښتي، دغه هیواد همدا راز د اکسېجن او نورو اړینو درملو له خورا جدي کمښت سره مخ دی.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په هند کې د کرونا ویروس له پيل څخه تر دا مهاله کابو ۱۷ میلیونه مثبتې پېښې ثبتې شوي او څه کم دوه سوه زره خلک یې له امله مړه شوي دي، خو ممکن اصلي شمېره یې تر دې هم لوړه وي.

هند کې د کرونا له امله د یو شمېر افغانانو مړینه هم تائید شوې ده، ویل کیږي چې مړو شویو افغانانو کې یو تن محصل شامل دی چې هلته د زده کړو لپاره تللی و.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې، چې هند ته به د کرونا ضد واکسین، اکسېجن او نورې طبي لومړنۍ مرستې ولېږي او په دې اړه یې په هند کې له خپل سیال نریندا مودي سره د دوشنبې په ورځ تلیفوني خبرې کړې دي.