نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هند اړوند یوې سمندري بېړۍ کې د زورورې او خونړۍ چاودنې له امله د سمندري ځواک یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چاودنه په ممبۍ کې په یوې سمندري بېړۍ (I_N_S ریور) کې را منځ ته شوې ده. هندي رسنۍ تائیدوي چې د یادې چاودنې له امله د سمندري ځواک درې تنه سرتیري […]
د هند اړوند یوې سمندري بېړۍ کې د زورورې او خونړۍ چاودنې له امله د سمندري ځواک یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، چاودنه په ممبۍ کې په یوې سمندري بېړۍ (I_N_S ریور) کې را منځ ته شوې ده.
هندي رسنۍ تائیدوي چې د یادې چاودنې له امله د سمندري ځواک درې تنه سرتیري وژل شوي او له لسو تنو ډېر سرتیري ټپیان شوي دي، په ټپیانو کې یې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هندي رسنیو له مخې پېښه د ممبۍ په بحري ډاكارډ كښې رامخې ته شوې، چاودنه ښایي د بېړۍ دننه په یوې برخه کې شوې وي، خو سمدستي يې د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سمندري بېړۍ عملې له چاودنې وروسته ټول وضعیت کنټرول کړی او د پېښې په اړه یې جدي پلټنې پیل کړې دي.
د سمندري چارواکو په وینا، INS رنویر سمندري بېړۍ د ختیځ سمندري کمانډ څخه د ساحل په اوږدو کې د عملیاتو لپاره روانه وه او ټاکل شوې وه چې ډېر ژر بېرته اډې ته راستنه شي خو له بده مرغه له یادې خونړۍ پېښې سره مخ شوه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.