هند: د حجاب د نه لرې کولو پر سر ۵۸ زده کوونکې له پوهنتون څخه اېستل شوي

له نوي دهلي څخه د تازه راپورونو له مخې ویل کیږي، چې په کرناټک ایالت کې ۵۸ تنه ښځینه زده کوونکې هغه مهال له پوهنتون څخه اېستل شوي چې د حجاب د لرې کولو څخه یې انکار وکړ. دمګړۍ د کرناټک ایالت په پنځو ولسوالیو کې لاریون روان دی، لاریون هغه مهال لا زور واخیست […]

له نوي دهلي څخه د تازه راپورونو له مخې ویل کیږي، چې په کرناټک ایالت کې ۵۸ تنه ښځینه زده کوونکې هغه مهال له پوهنتون څخه اېستل شوي چې د حجاب د لرې کولو څخه یې انکار وکړ.
دمګړۍ د کرناټک ایالت په پنځو ولسوالیو کې لاریون روان دی، لاریون هغه مهال لا زور واخیست چې له یوه پوهنتون څخه ۵۸ زده کوونکې وایستل شوې، دوی د حجاب د نه لرې کولو له امله له پوهنتون څخه ایستل شوي دي.
له پوهنتون څخه اېستل شویو باحجابه زده کوونکو مېرمنو له پوهنتون بهر په پراخه کچه لاریون کړی، له دې لاریون وروسته د پوهنتون انتظامیې د دوی نوم لیکنه معطل کړې او ګواښ یې کړی چې تر څو د دوی نوم لیکنه نه وي تثبیت شوې پوهنتون ته نشي داخلېدلی.
د یادونې وړ ده چې کرناټک ایالت کې پر حجاب د بندیز له امله له تېرو دوو میاشتو راهیسې تعلیمي ادارې بندې دي، اوس چې نوی تعلیمي کال پیل شوی لا هم د حجاب اړوند کړکېچ پر خپل ځای پاتې دی، که څه هم د پوهنتون ښځینه زده کړیالانو سترې محکمې ته رجوع کړې خو تر اوسه يې په اړه پرېکړه نه ده شوې.
له هغه وروسته چې پر حجاب بندیز ولګېده او پر خلاف یې غوښتنلیکونه جمع شول محکمې د باحجابه مېرمنو لپاره د ځانګړيو ټولګیو حکم ورکړ چې یو شمېر پوهنتونونو کې عملي بڼه هم ورکړل شوه، خو سخت دریځو هندوانو دغه پروسه تعطیل او بنده کړه.
پر حجاب د بندیز حکم اوس له کرناتټک ایالت څخه مدهي پردېش او اتر پردېش ایالتونو ته سرایت کړی دی، چې له امله یې باحجابه زده کوونکې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.