نایجیریا: د درې پوړیزې کلیسا نړېدو پېښه کې مرګ ژوبله را منځ ته شوې

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په نایجیریا کې د یوې کلیسا د نړېدو پېښه کې ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، ویل کیږي چې پېښه ددغه هیواد په دلتا ایالت کې را منځ ته شوې ده. له دلتا ایالت څخه روغتیاپالانو رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې یاده خونړۍ پېښه […]

د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په نایجیریا کې د یوې کلیسا د نړېدو پېښه کې ګڼه مرګ ژوبله را منځ ته شوې ده، ویل کیږي چې پېښه ددغه هیواد په دلتا ایالت کې را منځ ته شوې ده.

له دلتا ایالت څخه روغتیاپالانو رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې یاده خونړۍ پېښه ددغه ایالت اړوند اوکپانام سیمه کې هغه مهال را منځ ته شوه کله چې د کلیسا یوه درې پوړیزه ودانۍ د ناڅرګند لامل له کبله ونړېده.

د خبري منابعو د معلوماتو پر اساس، په دې خورا خونړۍ پېښه کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي، ښایي د مرګ ژوبلې په کچه کې زیاتوالی راشي، ځکه چې د مرستندویه ټیمونو له لوري لا هم پلټنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې ټپیان شوي کسان د درملنې په موخه په سیمې کې نږدې روغتون ته وړل شوي او دمګړۍ تر درملنې لاندې دي.

هېره دې نه وي، چې د پیښې پر مهال په رانړېدلې کلیسا کې تر ۵۰ ډېرو کسانو شتون درلود، له همدې کبله ښایي د مرګ ژوبلې کچه یو څه لوړه شي.