نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
میانمار کې له پوځي کودتا را په دېخوا د پرځول شوي حکومت ملاتړ کوونکو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی، پوځ نن بیا په ډیمکراسي پلوو مظاهره چیانو ډزې کړي او لږ تر لږه پنځه تنه لاریون کوونکي یې وژلي دي. پوځ په تازه اعلامیه کې د هغو کسانو د نیولو امر هم صادر […]
میانمار کې له پوځي کودتا را په دېخوا د پرځول شوي حکومت ملاتړ کوونکو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی، پوځ نن بیا په ډیمکراسي پلوو مظاهره چیانو ډزې کړي او لږ تر لږه پنځه تنه لاریون کوونکي یې وژلي دي.
پوځ په تازه اعلامیه کې د هغو کسانو د نیولو امر هم صادر کړی، چې په آن لاین بڼه پر پوځ نیوکې کوي، میانمار کې په مظاهرو بندیز لکړل شوی دی، خو د بندیزونو باوجود ولسي وګړو په یو شمېر لویو او کوچنیو ښارونو کې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړی دی.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، پوځ نن په مونیوا ښار کې څلور تنه او په تاټن ښار کې یې یو تن لاریون کونکی په ډزو وژلي دي، ویل کیږي په مونیوا ښار کې یو شمېر لاریون کوونکي د ډزو له امله ټپیان شوي هم دي او دغه ښار کې ورځ تر بلې مظاهرې زیاتوالی مومي.
بلخوا رویټرز خبري اژانس رسنیو ته ویلي، دوی هڅه وکړه چې میانمار کې د تازه حالاتو په اړه له پوځ او یا هم پولیسو سره وغږیږي خو تلیفونونه یې نه دي ور ځواب کړي.
له سیاسي بندیانو سره د مرستې ګروپ په یوې تازه اعلامیې کې ویلي، چې پوځ د فبرورۍ له لومړۍ نېټې نیولې تر دا مهاله کابو ۵۵۰ لاریون کوونکي وژلي دي، په وژل شویو کې ۴۶ تنه یې یوازې ماشومان دي.
د یادونې وړ ده چې امریکا او یو شمېر نورو هیوادونو د میانمار د پوځ کودتا او بیا په لاریون کوونکو بریدونه کول به سختو ټکو غندلي دي او په ځینو پوځي مشرانو یې بنذیزونه هم لګولي، خو پوځ وایي چې د سوچي په مشرۍ حکومت د درغلیو له امله واک ته رسېدلی و او دوی غواړي چې د دې کودتا په مرسته شفافو انتخاباتو ته لاره هواره کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.