مکسیکو: د ښاري رېل ګاډي د پل پرېوتو پېښه کې ۱۵ کسان مړه او تر ۷۰ تنو ډېر ژوبل شوي

د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د ښاري رېل ګاډي د پل پرېوتو پېښه کې ۱۵ تنه مړه او تر ۷۰ تنو ډېر بیا ژوبل شوي دي، دا پل پر داسې مهال پرېوتی چې ښاري رېل ګاډی پرې د تېرېدو په حال کې و. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه […]

د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د ښاري رېل ګاډي د پل پرېوتو پېښه کې ۱۵ تنه مړه او تر ۷۰ تنو ډېر بیا ژوبل شوي دي، دا پل پر داسې مهال پرېوتی چې ښاري رېل ګاډی پرې د تېرېدو په حال کې و.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه اولیوس سټېشن ته څېرمه د میټرو دولسم لاین کې د پل پرېوتو له امله را منځ ته شوې ده.

تسنیم خبري رسنۍ د رویټرز خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، چې د مکسیکو پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د میټرو په دولسم لاین کې د پل پرېوتو له امله ۱۵ تنه مړه او ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي، راپور زیاتوي چې سیمې ته مرستندویه او ژغورونکي ټیمونه هم استول شوي دي.

په هغه ویډیویي کلیپ کې چې د نسب شویو کمرو له لوري اخیستل شوی، ښکاري چې دغه پل په داسې مهال غورځیږي چې ښاري رېل ګاډی پرې د تېرېدو په حال کې دی او تر پل لاندې هم ګڼ شمېر موټر د حرکت په حال کې دي.

د مکسیکو ښاروال هم پېښه تائید کړې او زیاتوي، چې دا خونړۍ پېښه د ځایي وخت د دوشنبې په شپه را منځ ته شوې ده، پېښه کې تر دا مهاله ۱۵ تنه وژل شوي او یو موټر تر خاورو لاندې دی.

دا لومړني معلومات دي، د رسنیو په خبره ښایي د مرګ ژوبلې تلفات تر دې زیات شي.