نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، د حماس تر کنټرول لاندې د غزې په تړانګه کې اسرائیلي سرتېرو په وروستۍ تر سره کړې جګړه کې جنګي جنایتونه تر سره کړي دي. د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې ”میشل باشله“ له اسرائیلو غوښتنه […]
د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنرۍ په تازه څرګندونو کې ویلي، د حماس تر کنټرول لاندې د غزې په تړانګه کې اسرائیلي سرتېرو په وروستۍ تر سره کړې جګړه کې جنګي جنایتونه تر سره کړي دي.
د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو عالي کمشنرې ”میشل باشله“ له اسرائیلو غوښتنه کړې، تر څو اجازه ورکړي، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي ځواکونو جنګي جنایات له نږدې وڅېړي.
دغه څرګندونې په غزه، لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې د بشري حقونو جدي وضعیت د بیا کتنې لپاره په جوړه شوې يوې ورځنۍ ناسته کې د ملګرو ملتونو لوړ رتبه مقام کړي دي.
میشل زیاتوي، د اسرائیلو په هغو بریدونو کې چې د یولسو ورځو په اوږدو کې پر مختلفو سیمو تر سره شوي، ډېری ملکي وګړي پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي، همدا راز د غیر نظامي وګړو یو زیات شمېر ابادۍ هم په بشپړه توګه ویجاړې شوي دي، ملګري ملتونه ورته بریدونه د جنګي جنایتونو مصداق بولي او په اړه یې د پلټنو تابیا نیولې ده.
اسرائیلو تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو اړوند د بشري حقونو په شورا تور لګولی چې دغه سازمان د دوی پر وړاندې چلند کوي او د تازه ادعاوو په څېړلو کې یې له نړیوالې ادارې سره له همکارۍ ډډه کړې ده.
خو میشل بیا پر حماس هم نیوکه کړې او وایي، د جمعې په ورځ یې چې په اسرائیلو کوم توغندیز بریدونه تر سره کړي، له جنګي قوانینو خلاف عمل دی.
میشل د حماس په هغو کړنو توند انتقاد کړی چې په ملکي مېشتو سیمو کې یې نظامي تجهیزات ځای پر ځای کړي او بیا یې له همدغو سیمو پر اسرائیلي سرتېرو بریدونه کړي دي.
اسرائیلو ویلي، په فلسطین کې حماس له ولسي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او دوی مجبور وو، چې پر هغو ځایونو بریدونه وکړی چې د دغې ډلې لخوا ترې توغندیز بریدونه کېدل، خو د دوی په خبره، تر ډېره یې هڅه کړې چې ملکي خلکو ته تلفات و نه رسیږي.
په هغو نیښتو کې چې د اسرائیلي سرتېرو او حماس تر منځ تر سره شوې، ۲۴۸ فلسطینیان شهیدان شول، په دغو شهیدانو کې ۶۶ تنه ماشومان او ۳۹ تنه ښځې شاملې وې، همدا راز د حماس په ځوابي بریدونو کې ۱۲ تنه اسرئیل هم وژل شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.