ملګرو ملتونو د تېرې ادارې د مشر نوم د مشرانو له نوملړ څخه اېستلی دی

د العربیه فارسي رسنۍ په یوه تازه خبر کې ویل شوي، چې د افغانستان د تېرې ادارې د مشر ”اشرف غني“ نوم د نړۍ د مشرانو له نوملړ څخه اېستل شوی دی، د ملګرو ملتونو په رسمي وېب پاڼه کې د نړۍ د مشرانو له نوملړ څخه د غني د مېرمنې ”رولا غني“ نوم هم […]

د العربیه فارسي رسنۍ په یوه تازه خبر کې ویل شوي، چې د افغانستان د تېرې ادارې د مشر ”اشرف غني“ نوم د نړۍ د مشرانو له نوملړ څخه اېستل شوی دی، د ملګرو ملتونو په رسمي وېب پاڼه کې د نړۍ د مشرانو له نوملړ څخه د غني د مېرمنې ”رولا غني“ نوم هم له یاد نوملړ څخه اېستل شوی دی.

په خبر کې همدا راز راغلي، چې د افغانستان د تېرې ادارې د بهرنیو چارو وزیر ”حنیف اتمر“ نوم هم له دغه لېست څخه لرې کړای شوی، خو ویل کیږي، چې د ”نصیر احمد فایق“ نوم لا هم د دیپلوماتیکو ماموریتونو د رئیسانو په نوملړ کې قرار لري.

تر دې وړاندې د سازمان شوي جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو پروژې (OCCRP) د بلاروس ولسمشر ”لوکاشینکو“ نه وروسته اشرف غني د ۲۰۲۱ میلادي کال تر ټولو فاسد شخص وټاکه، که څه هم نوموړی امریکا او ناټو افغانانو ته د دویم مفکر په نوم ور پېژندلی و.