نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نړیوالو خبري رسنیو د راپور پر بنسټ په مصر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه مړه او درې تنه ټپیان شوي دي، ویل کیږي چې دا پېښه د یوه مسافر وړونکي بس او د تېل وړونکي ټرک د ټکر له امله را منځ ته شوې ده. له مصر څخه باخبره سرچینې […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپور پر بنسټ په مصر کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۰ تنه مړه او درې تنه ټپیان شوي دي، ویل کیږي چې دا پېښه د یوه مسافر وړونکي بس او د تېل وړونکي ټرک د ټکر له امله را منځ ته شوې ده.
له مصر څخه باخبره سرچینې وایي، یاد بس له پلازمېنې قاهرې څخه مزل پیل کړی و، چې د قاهرې جنوب ته په ۳۲۰ کېلو مترۍ کې د لارې په اوږدو کې له دغې خونړۍ پېښې سره مخ شوی دی، ویل کیږي بس چلونکي غوښتل د تېلو له یوه ټانکر څخه مخکې شي، خو په دې هڅه کې پاتې راغلی، بس موټر له کنټرول څخه تر وتلو وروسته چپه شوی دی او دواړو موټرانو اور اخیستی دی.
د مصر د آسیوت ولایت والي عصام سعد رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې تر اوسه د ۲۰ تنو د وژل کېدو او درې تنو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ټپیان شوي وګړي یې په سیمه کې نږدې روغتون ته انتقال کړي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي، په مصر کې د موټر چلوونکو د نه احتیاط، د لارو خرابوالي او د کمزوري ترانسپورتي سیستم له امله هر کال لسګونه وګړي د ورته پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.