مالیزیا کې سېلابونو زرګونه خلک اړ ایستلي چې له کورونو ووځي

د ورکړل شویو راپورو له مخې، زرګونو خلکو د راوتلو سېلابونو له امله خپل کورونه پرېیښي او ځانونه یې خوندي سیمو ته رسولي دي، د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ دغه سېلابونه وروسته تر هغه راوتلي چې هیواد کې بارانونه زیات شوي دي. ځایي رسنیو ویلي، د سخت اورښت له امله د مالیزیا په اوو […]

د ورکړل شویو راپورو له مخې، زرګونو خلکو د راوتلو سېلابونو له امله خپل کورونه پرېیښي او ځانونه یې خوندي سیمو ته رسولي دي، د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ دغه سېلابونه وروسته تر هغه راوتلي چې هیواد کې بارانونه زیات شوي دي.

ځایي رسنیو ویلي، د سخت اورښت له امله د مالیزیا په اوو ایالتونو کې سېلابونه راوتلي دي، ځایي امنیتي مقاماتو رسنیو ته ویلي، چې د دسمبر له نیمایي را په دېخوا له ۱۲۵ زرو څخه ډېر وګړي خوندي سیمو ته ایستل شوي دي.

د دغه هیواد د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، د خرابې هوا دغه لړۍ به تر سې شنبې پورې دوام وکړي، بلخوا د حکومت د څارنې وېب پاڼې په وینا، لږ تر لږه د پنځو ایالتونو په سیندونو کې د اوبو په سطحه کې زیاتوالی راغلی دی، دا په داسې حال کې ده چې په ډېرو نورو سیمو کې هم د اوبو د کچې لوړوالی ثبت شوی دی.

بلخوا د مالیزیا امنیتي سرچینو ویلي، چې ددغو خونړیو سېلابونو له امله تر دا مهاله ۵۰ تنه مړه شوي او دوه تنه نادرکه دي، د دسمبر له اوولسمې نېټې را په دېخوا د اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شوې او په ډېرو ایالتونو کې د سېلابونه راوتلي دي.

د یادونې وړ ده چې سیلانګور ایالت کوم چې د هیواد مالي مرکز ګڼل کیږی، تر ټولو ډېر زیانمن شوی، د دسمبر له نیمایي راهیسې شاوخوا ۱۱۷۷۰۰ ایستل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي، خو بیا هم د رسمي معلوماتو له مخې په پنځو ایالتونو کې شاوخوا ۱۰ زره خلک د مرستې مرکزونو ته تللي دي.