نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون مسوولینو وړمه ورځ د لوګر ولایت اړوند برکی برک، محمدآغې، څرخ او نورو ولسوالیو کې د سهار له لسو بجو څخه تر مازدیګره پورې د اشغال د پای ته رسېدو د تړون په مناسبت پرتمینې غونډې وکړې او په ترڅ کې یې ختمونه او خیراتونه هم وشول. په دې […]
د اسلامي امارت د پوهنې کمېسیون مسوولینو وړمه ورځ د لوګر ولایت اړوند برکی برک، محمدآغې، څرخ او نورو ولسوالیو کې د سهار له لسو بجو څخه تر مازدیګره پورې د اشغال د پای ته رسېدو د تړون په مناسبت پرتمینې غونډې وکړې او په ترڅ کې یې ختمونه او خیراتونه هم وشول.
په دې غونډو کې چې د پوهنې د مسئولینو له لورې جوړې شوې وې، سیمه يیزو علماء کرامو، قومي مخورو او عامو مسلمانانو پراخه برخه اخیستې وه او د اسلامي امارت څخه يې ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
دغه راز په غونډو کې جیدو علماء کرامو د اسلامي امارت د حقانیت او د اشغال د خاتمې د تړون د لاسلیک اړوند موضوعات روښانه کړل.
ګډونوالو د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د بر حقه داعیې کلک ملاتړ اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې په دې لاره کې به له هيڅ ډول قربانۍ درېغه ونه کړي.
دغه راز د معارف مسئولینو په خپلو ویناوو کې وویل چې دوی به نوی ځوان نسل په اسلامي او عصري زده کړو سمبالوي، تر څو یو راتلونکی اسلامي، روښانه او علمي افغانستان ولري.
د غونډو په پای کې د اسلامي امارت د زعیم شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او د تعلیم او تربیې او د عالي تحصیلاتو د کمیسیون د مشرتابه د مبارکۍ پیغامونه ولوستل شول.
۳/۳/۲۰۲۰ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.