نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسیون مسوولینو د چهارشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون لري، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، […]
د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې او عالي تحصيلاتو د کمېسیون مسوولینو د چهارشنبې په ورځ د روژې د مبارکې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه چې د غوايي یا ثور د میاشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون لري، د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د دیني مدارسو له مهتممینو سره ناسته وکړه، دغه ناسته د دیني مدارسو د تعلیمي بهیر د لا ښه والي په هدف جوړه شوې وه.
غونډې ته د ویناوو پر مهال د تعلیم او تربیې مسئولینو او علماء کرامو هر اړخیزې او مفصلې خبرې وکړې، د اسلامي امار ت د تعلیم او تربیې اصول او لوائح يې په ډیر ښه ډول بیان کړل، د مدراسو مهتممین او منتظمین یې وهڅول تر څو نوی نسل په تعلیمي او تربیوي دواړو برخو کې په ښه ډول وروزي.
دغه راز د پوهنې مسئولینو د مهتممینو له خدمتونو او په ښوونيزه برخه کې د هغوی له هڅو څخه مننه وکړه او لا یې وهڅول چې نور هم خپل زیار ته دوام ورکړي چې په سیمه کې د علم او پوهې بهیر نور هم پیاوړی کړي او په راتلونکي کې په دیني او عصري علومو باندې سمبال نسل ټولنې ته وړاندې شي.
دغه راز د غونډې په پای کې پر مهتممینو وروستی تجدید شوی تعلیمي نصاب، کلنی ساعتوار درسي پلان او همدارنګه د معاینې کتابونه او نور اداري توکي ووېشل شول.
۵/۱۶/۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.