نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په سوشل میډیا کې د ارمنستان د لومړي وزیر ”نیکول پاشینیان“ خپاره شوي پیغام کې نوموړي له وخته مخکې د تولټاکنو د تر سره کېدو په غبرګون کې رسمًا له خپلې دندې استعفا اعلان کړې، پاشینیان ویلي، چې د ولسمشر او په ارمنستان کې د نورو سیاسيونو تر منځ هوکړه شوې ده، چې د جون […]
په سوشل میډیا کې د ارمنستان د لومړي وزیر ”نیکول پاشینیان“ خپاره شوي پیغام کې نوموړي له وخته مخکې د تولټاکنو د تر سره کېدو په غبرګون کې رسمًا له خپلې دندې استعفا اعلان کړې، پاشینیان ویلي، چې د ولسمشر او په ارمنستان کې د نورو سیاسيونو تر منځ هوکړه شوې ده، چې د جون میاشتې پر ۲۰ به ټولټاکنې تر سره کیږي.
نیکول پاشینیا زیاتوي، چې تر دې وروسته به د چار سمبالي په توګه خپله دنده پر مخ وړي، نوموړي هیله څرګنده کړې، چې راتلونکو ټولټاکنو کې به بیا هم د خپل ګوند (ملکي تړون) لخوا د لومړي وزیر د نوماند په توګه ګډون وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په نګورونو قره باغ کې د اذربایجان په وړاندې د ارمنستان له ماتې او درې اړخیز توافق وروسته په ارمنستان کې ولسي خلکو د پاشینیان پر ضد لاریونونه وکړل او دغه هیواد یې د سیاسي بحران تر کچې ورساوه، په هیواد کې د روان سیاسي کړکېچ او ناکراریو د پای ته رسولو په موخه تر وخت مخکې ټولټاکنې کیږي.
هېره دې نه وي، چې د نیکول پاشینیان د استعفا اوازې څه موده وړاندې هم رسنیزې شوې خو نوموړي هغه مهال د استعفا اوازې رد کړې خو ویلي و، چې نوموړی به د اپرېل میاشت کې له خپلې دندې رسمًا استعفا وکړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.