له انقرې څخه افغانستان ته په ۷۵۰ ټنه مرستو بار اورګاډي حرکت پیل کړ

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې له پلازمېنې انقرې څخه په کابو ۷۵۰ ټنه بشري مرستو بار اورګاډي افغانستان ته حرکت پیل کړ، دغه مرستې په ترکیه کې د بېړنیو حوادثو ادارې په هماهنګۍ ۱۱ مرستندویه موسیسو راټولې کړې دي. افغانستان ته د دغو بشري مرستو د لېږد په مراسمو کې […]

د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې له پلازمېنې انقرې څخه په کابو ۷۵۰ ټنه بشري مرستو بار اورګاډي افغانستان ته حرکت پیل کړ، دغه مرستې په ترکیه کې د بېړنیو حوادثو ادارې په هماهنګۍ ۱۱ مرستندویه موسیسو راټولې کړې دي.

افغانستان ته د دغو بشري مرستو د لېږد په مراسمو کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ”سلیمان سویلو“، د ترانسپورت او زېربنا وزیر ”عادل کارا اسماعیل اوغلو“ او د ترکیې د مذهبي سازمان مشر پوهاند ”علي ارباش“ ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د ترانسپورت او زېربنا وزیر عادل کارا وویل، ترکیه تل د افغانستان له خلکو سره ولاړه ده، د بشري مرستو پر اساس یې د دوو اورګاډو په ملتیا چې ۴۷ واګونه لري او په کابو ۷۵۰ ټنه مرسته شویو توکو سمبال دي ایران ته او له هغه ځایه به د ترکمنستان له لارې افغانستان ته ورسیږي.

عادل کارا په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه اورګاډی به د ۱۶ ورځو په اوږدو کې افغانستان ته ورسیږي، بلخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې وویل، په افغانستان کې اوسمهال کابو ۱۳ میلیونه ماشومان د ژمني موسم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، نوموړي زیاته کړه چې ترکیې له تېرو څلورو کلونو را په دېخوا زیاتې بشري مرستې افغانستان ته لېږلې دي، که څه هم امریکا او اروپا ډېر بډای هیوادونه دي خو ترکیه به تل د افغانستان له خلکو سره ولاړه وي.

د یادونې وړ ده چې په دغه دوستانه اورګاډي کې خوراکي توکي، جامې، کمپلې، د حفظ الصحې سامانونه او جراثیم ضد توکي شامل دي، ټاکل شوې چې د ۴۱۶۸ کیلو متره اوږدوالي له طی کولو وروسته به افغانستان ته ورسیږي.

دا مرستې په داسې مهال د افغانستان له وګړو سره کیږي چې امریکا د افغانستان ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې او دغه هیواد یې له ستر بحراني وضعیت سره مخ کړی دی.