نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د لغمان ولایت د بادپښ، علیشنګ، علینګار او دولت شاه ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د امریکایي اشغالګرو د وتلو د تړون په اړه سترې غونډې ترسره کړې. غونډې تېره ورځ د سیمې په مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو کې ترسره شوې چې دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، مجاهدینو، د […]
د اسلامي امارت د پوهنې مسوولینو د لغمان ولایت د بادپښ، علیشنګ، علینګار او دولت شاه ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د امریکایي اشغالګرو د وتلو د تړون په اړه سترې غونډې ترسره کړې.
غونډې تېره ورځ د سیمې په مدرسو، ښوونځیو او جوماتونو کې ترسره شوې چې دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو، مجاهدینو، د مدرسو او ښوونځیو زده کوونکو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو پکې برخه واخیسته، په غونډو کې علماوو تقریرونه وکړل، شاعرانو حماسي شعرونه او د ازادۍ په ویاړ ترانې او مقالې وويلې.
د غونډو برخه والو د اسلامي امارت په مشرۍ د یاد تړون د لاسلیک څخه د ملاتړ ترڅنګ د حوت (کب) لسمه د هېواد په ویاړمن تاریخ کې یوه د ویاړ څخه ډکه ورځ و بلله او د امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده حفظه الله او همدارنګه د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو د کمېسیون د مبارکۍ پیغامونه پکې ولوستل شول.
یادې غونډې د پوهنې د مسئولینو له لورې جوړې شوې وې چې د تعلیمي ادارو د مسئولینو او عام ولس له لوري ښې بدرګه او وستایل شوې.
ولسي وګړو د اسلامي امارت د سر ښندنو او بې سارې قربانیو ستاینه وکړه او مجاهدین یې د هېواد اصلي بچیان یاد کړل او زیاته یې کړه چې همدغه د اسلامي امارت مجاهدین وو چې افغان ولس ته یې لوی افتخارات ور په برخه کړل.
۲/۳/۲۰۲۰ م
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.