قزاقستان کې ۱۶۴ لاریون کوونکي وژل شوي او ۷۹۳۹ تنه نیول شوي دي

د قزاقستان کې د تېرې اونۍ په ناکراریو او قهرجنو لاریونونو کې تر دا مهاله ۱۶۴ لاریون کوونکي وژل شوي، خو تر اوسه روغتیاپالانو ددې وژنو تائید نه دی کړی امنیتي کسانو همدا راز لږ تر لږه ۷۹۳۹ کسان نیولي دي، د روسیې خبري رسنیو ویلي، چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. […]

د قزاقستان کې د تېرې اونۍ په ناکراریو او قهرجنو لاریونونو کې تر دا مهاله ۱۶۴ لاریون کوونکي وژل شوي، خو تر اوسه روغتیاپالانو ددې وژنو تائید نه دی کړی امنیتي کسانو همدا راز لږ تر لږه ۷۹۳۹ کسان نیولي دي، د روسیې خبري رسنیو ویلي، چې په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.

تېره اونۍ په دغه هیواد کې د تېلو او مائع ګازو په بیو کې د لوړوالي له امله زرګونو کسانو د موجوده حکومت په وړاندې لاریون وکړ، دوی په ډېره لږه موده کې د هیواد په ګڼو ښارونو کې دولتي ودانۍ اشغال او اورونه یې ور ورته کړل.

لاریون کوونکو نه یوازې دا چې د دولتي ځایونو پر سوځولو بسنه وکړي له امنیتي چارواکو سره په نښتو کې ښکېل شول، چې دواړو لوریو ته درانه ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

قزاقي چارواکو بیا ویلي، له لاریونوالو سره یو شمېر مغرض او ترهګر کسان شامل دي چې په هیواد کې یې ورته ناکراریو ته خلک هڅولي، دوی وایي چې د ټولو شر اچونکو پر وړاندې به خپله مبارزه جاري ساتي، هېره دې نه وي چې په نیول شویو لاریونوالو کې یو شمېر بهرنیان هم نیول شوي دي، خو تر اوسه یې هویت نه دی رسنیز شوی.

د قزاقستان ولسمشر له قهرجنو لاریونونو وروسته د عسکر مامین په مشرۍ حکومت له دندې ګوښه کړ، خو بیا هم لاریونوال کرار نه شول، تر دې وروسته یې د ملي امنیت رئیس کریم ماسیموف له دندې لري او یوه ورځ وروسته ونیول شو، خو د ولسمشر دې ټولو کړنو لاریون کوونکو ته قناعت ور نه کړ.

تازه راپورونه وایي چې د قزاقستان ولسمشر نن هم د ملي امنیت د رئیس دوه تنه نور منسوبین چې ویل کیږي د کریم ناسیموف مرستیالان وو له دندو ګوښه کړای شوي دي، خو اوس امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلی چې وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی او هر څه په نورمال شوي دي.