نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سویلي افریقا په ”کیپ ټاون“ ښار کې د پارلمان ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده، د سویلي افریقا یو تن چارواکي رسنیو ته ویلي، خاصکر د ودانۍ هغه برخه چې د پارلمان غړي ناسته پکې کوي په بشپړه سوځېدلې ده. نوموړی وایي، لګېدلی اور تر اوسه نه دی مړ […]
د سویلي افریقا په ”کیپ ټاون“ ښار کې د پارلمان ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده، د سویلي افریقا یو تن چارواکي رسنیو ته ویلي، خاصکر د ودانۍ هغه برخه چې د پارلمان غړي ناسته پکې کوي په بشپړه سوځېدلې ده.
نوموړی وایي، لګېدلی اور تر اوسه نه دی مړ شوی خو هغه اسناد او کتابونه چې په یاده ودانۍ کې ذخیره شوي وو، ټول سوځېدلي دي، تر دا مهاله د ځاني تلفاتو په هم راپور نه دی ورکړل شوی.
د یادونې وړ ده چې تر اوسه ددې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په اړه یې څېړنې روانې دي، ځینو حکومتي سرچینو بیا ویلي، چې په همدې تړاو یې یو شکمن کس نیولی دی.
د سویلي افریقا ولسمشر ”سیرل رامفوسه“ د یکشنبې په ورځ د پېښې په ځای کې خبریالانو ته ویلي، چې له نیول شوي شکمن کس څخه دا مهال پوښتنې ګروېګنې روانې دي چې په اړه به یې وروسته وضاحت وشي.
د یادونې وړ ده چې اور په لومړي سر کې د پارلمان پخوانۍ برخه کې چې درېیم پوړ دی ولګېده چې وروسته د یاد پارلمان نوې برخې ته ورسېده او تر اوسه دوام لري.
بلخوا رسنیو راپور ورکړی دی چې د اور وژنې لومړی ټیم ناکام شوی او تر دې وروسته یې د نورې مرستې غوښتنه کړې ده، دوی څو ساعته د لګېدلي اور له لمبو سره مقابله وکړه خو بیا هم پاتې راغلل، له مرستې غوښتلو وروسته کابو ۷۰ عرادې اور وژونکي موټر د پېښې ځای ته رسېدلي او په اور د قابو راوستلو لپاره له کرینګ څخه هم کار اخیستل شوی دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.