سوډان کې د سرو زرو د کان پرېوتو پېښه کې ۴۰ کان کیندونکي وژل شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورو له مخې، د سوډان په لوېدیځه برخه کې د سرو زرو د یوه کان پرېوتو پېښه کې تر دا مهاله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دا خورا خونړۍ پېښه کردفان ایالت النهود ښار ته څېرمه د یو کان د پرېوتو له امله را منځ ته شوې […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورو له مخې، د سوډان په لوېدیځه برخه کې د سرو زرو د یوه کان پرېوتو پېښه کې تر دا مهاله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، دا خورا خونړۍ پېښه کردفان ایالت النهود ښار ته څېرمه د یو کان د پرېوتو له امله را منځ ته شوې ده.

سوډان کې د کانونو د فعالیتونو د څارنې د دولتي ادارې مشر خالد ضحوي پېښه تائیدوي او وایي، دا مرګونې پېښه د سوډان له پلازمېنې ۵۰۰ کېلو متره لرې لوېدیځ لوري کې را منځ ته شوې ده، لومړنیو معلوماتو کې ویل شوي وو چې په یاده پېښه کې ۳۰ کان کیندونکي مړه شوي خو اوس یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دا لا نه ده معلومه چې په دغه کان کې څو تنو کان کیندونکو کار کاوو خو ضحوي وایي، تر دا مهاله ۸ تنه نادرکه دي او یو تن ژوندی ژغورل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې سوډان کې د رسمي شمېرو له مخې دوو میلیونو ته نږدې کان کیندونکي ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې په دودیزو کانونو کې کار کوي، له دغو دودیزو کانونو څخه هر کال سوډان ۸۰ سلنه سره زر تولیدوي.

باید وویل شي چې سوډان د کال په اوږدو کې لږ تر لږه ۸۰ ټنه سره زر د خپل هیواد له دودیزو کانونو څخه تر لاسه کوي، چې د هیواد اقتصاد یې پر همدغو عوائدو ولاړ دی.