نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سوډان پوځ ضد لاریونونو کې امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړي، له امله یې د اوو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خرطوم کې له چارواکو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې له پوره زغم څخه کار واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوو غړو […]
د سوډان پوځ ضد لاریونونو کې امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو ډزې کړي، له امله یې د اوو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي، بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خرطوم کې له چارواکو غوښتي چې د لاریونوالو پر وړاندې له پوره زغم څخه کار واخلي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوو غړو چې برېتانیا او فرانسه هم پکې شامله ده د سوډان له چارواکو غوښتنه کړې، چې د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډډه وکړي، ستونزې د خبرو له لارې حل کړي او د بیان ازادۍ ته ژمن پاتې شي.
د دوشنبې په ورځ د پلازمېنې خرطوم په ګډون ګڼ شمېر ښارونو کې د پوځي کودتا ضد لاریونونو یو ځل بیا زور واخیست، بلخوا په سوډان کې د امریکا دیپلوماتانو هڅې پیل کړي تر څو د سوډان مسئله حل کړي، په سوډان کې له تېرې یوې میاشتې را په دېخوا وضعیت کړکېچن شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د سوډان خاص استازي ”فولکر پرتس“ په لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو بریدونه غندلي او تائیدوي چې تر دا مهاله په یادو بریدونو کې اوو کسانو خپل ژند له لاسه ورکړی دی.
په سوډان کې د امریکا سفارت هم د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډک چلند غندلی، د تاوتریخوالي له امله یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي.
دا ناکرارۍ له هغه وخته راپیل شوي چې کله ”جنرال عبد الفتاح البرهان“ د تېر میلادي کال اکتوبر میاشتې په ۲۵ مه نېټه د یوې کودتا له مخې واک ته ورسېده، له هغه راهیسې لږ تر لږه ۷۰ تنه لاریونوال وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې هغه مهال لا په نړیواله توګه د سوډان پوځي کودتا وغندل شوه، امریکا او متحدینو یې، همدا راز ملګرو ملتونو اوسمهال په لاریون کوونکو برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د سیاسي شنونکو په اند په سوډان کې پوځي کودتا ددې لامل شوه چې انتقالي حکومت چې د پوځ او ولسي وګړو لخوا په مشترګه توګه جوړ شوی و، له منځه ولاړ شي، دوی انتقالي حکومت ددې پاره ایجاد کړی و چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به ټولټاکنې وکړي او یو مشروع نظام به د حکومت واګي په لاس کې واخلي.
که څه هم د کودتا ضد لاریونوال د امنیتي ځواکونو لخوا ځپل شوي خو بیا هم په ځینو ښارونو او لویو لارو کې په زرګونو خلکو لاریون ته دوام ورکړی دی.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.