راپور: د کمېسيونونو ګډ هيئت له ننګرهار ولايت څخه ليدنه وکړه

د څو کمېسیونونو په ترکیب د اسلامي امارت یو هیئت د ننګرهار ولایت له څو ولسوالیو لیدنه وکړه. د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د شپږو کمېسیونو په ترکیب یوه ملکي پلاوي د ننګرهار ولایت د حصارک ، شیرزادو ، خوګیاڼو او سرخرود ولسوالیو څخه لیدنه وکړه. د دغه پلاوي […]

د څو کمېسیونونو په ترکیب د اسلامي امارت یو هیئت د ننګرهار ولایت له څو ولسوالیو لیدنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم په اساس د شپږو کمېسیونو په ترکیب یوه ملکي پلاوي د ننګرهار ولایت د حصارک ، شیرزادو ، خوګیاڼو او سرخرود ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د دغه پلاوي سرپرستي د دعوت ارشاد جلب او جذب کمېسیون له لوري کېده او مشري یې د همدې کمېسیون د شمال ختیځې حوزې مسئول شیخ الحدیث محمد خالد صاحب په غاړه وه ؛ چې په ترکیب کې یې د محاکمو عالي ادارې ، تعلیم او تربیې کمېسیون ، د ملکي تلفاتو مخنیوي او سمع شکایاتو کمېسیون ، د بېوزلو، یتیمانو او معلولینو ادارې او د موسساتو د کنترول او تنظیم کمېسیون استازي شامل وو.
یاد هیئت په ذکر شوو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له ولسوالانو دلګۍ مشرانو د ملکي اداراتو له مسؤولینو او مجاهدینو سره بېلابېلې ناستې او مجلسونه وکړل او د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو جاج یې واخیست ؛ د هیئت له لوري د مسؤولینو کارونه وستایل شول او د ولس د خدمت په موخه د لا زیاتو هڅو او کوششونو توصیه ورته وشوه.
یاد هیئت په دوهم قدم کې په یادو ولسوالیو کې له علماوو ، خطیبانو ، امامانو ، قومي مشرانو ، سپین ږیرو او متنفذینو سره مجلسونه وکړل او د هغوی ستونزې او شکایتونه یې واورېدل او بیا یې دغه علما سپین ږیري او قومي مشران له سیمیزو مسؤولینو او مجاهدینو سره په مجالسو کې یو ځای کېنول او په ستونزو ژور بحثونه وشول او د حل لارې ورته ولټول شوې ، د هیئت له لوري له مسؤولینو غوښتنه وشوه چې د ولس د دغو ستونزو د حل لپاره چټک اقدامات وکړي.
یاد پلاوي په مجلسونو له علمای کرامو او ولسي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې هغه کسان د دښمن په تبليغاتو غولېدلي دی او د خپل ولس او مجاهدو ورڼو په ضد د دښمن په صف کې ولاړ دي ، د هغو په دعوت او له اسلامي امارت سره د هغوی د یو ځای کېدو په هدف خپل کوششونه ونه سپموي ، او هغوی دي دا پیغام ورسوي چې اسلامي امارت د هغوي خیر غواړي او خیر يې په دې کې دی چې د دښمنانو په بې ځایه تبلیغاتو ونه غولېږي او نور دي د پردیو د اهدافو له لپاره خپل ځانونه نه قرباني کوي ، چې علماوو او قومي مشرانو هم د همکاری وعده وکړه.
د پلاوي له لوري په سیمه کې د اسلامي امارت مسؤولینو ته هدایت وشو تر څو د ولس د اولادونو د تر بیې په موخه کلیوالي مدارس جوړ کړي تر څو له یوه خوا د ولس اولادونه په علم او تعلیم وروزل شي او له بل لوري په سیمه کې د داعش په څېر د فتنه ګرو ډلو د منفي او ګمراه کوونکي افکارو مخه ونیول شي.
دیني علماوو او قومي مشرانو د اسلامي امارت له دې کوششونو خوشحالي څرګنده کړه او ورغلي هیئت ته د قدرداني تر څنګ يې له اسلامي امارت څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.