د روسیې او اوکراین کړکېچ؛ اوکراین د مقابل لوري ستره ترانسپورتي الوتکه نسکوره کړې

اوکرایني سرچینې وایي، چې د روسیې اړوند یوه ستره ترانسپورتي الوتکه یې را نسکوره کړې ده، د اوکراین لوی درستیز د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوی امنیتي او دفاعي ځواک د روسیې هغه لویه ترانسپورتي الوتکه چې روسي ځواکونه یې انتقالول د پلازمېنې کیف په جنوب کې رانسکوره کړې ده. بلخوا […]

اوکرایني سرچینې وایي، چې د روسیې اړوند یوه ستره ترانسپورتي الوتکه یې را نسکوره کړې ده، د اوکراین لوی درستیز د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوی امنیتي او دفاعي ځواک د روسیې هغه لویه ترانسپورتي الوتکه چې روسي ځواکونه یې انتقالول د پلازمېنې کیف په جنوب کې رانسکوره کړې ده.

بلخوا د امریکا باخبره سرچینو هم ددې راپور پخلی کړی دی، خو لا تر اوسه نه ده معلومه چې په دې پېښه کې به څومره سرتیري وژل شوي وي.

رویټرز خبري اژانس د رانسکورې شوې الوتکې په اړه په خپرو.کړیو معلوماتو کې ویلي، چې دې سترې ترانسپورتي الوتکې د ۱۵۰ تنو سرتېرو د انتقال وړتیا درلوده.

هېره دې نه وي چې د روسیې دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ددغه هیواد نورو امنیتي ارګانونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې او اوکراین تر منځ په روانه نښته کې دواړو لوریو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي چې کره شمېره یې تر اوسه نه ده رسنیزه شوې.