نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روسیې او اوکراین تر منځ امنیتي او دیپلوماتیک وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن شوی دی، روسیې له اوکراین څخه جلا شوې دوه سیمې ډونټسک او لوهانسک په رسمیت وپېژندلې، په دې دوو سیمو کې د اوکراین بېلتون غوښتونکي وسله وال فعال حضور لري. تېره ورځ د روسیې پارلمان د پوتین هغه تصمیم تائید […]
د روسیې او اوکراین تر منځ امنیتي او دیپلوماتیک وضعیت تر بل هر وخت کړکېچن شوی دی، روسیې له اوکراین څخه جلا شوې دوه سیمې ډونټسک او لوهانسک په رسمیت وپېژندلې، په دې دوو سیمو کې د اوکراین بېلتون غوښتونکي وسله وال فعال حضور لري. تېره ورځ د روسیې پارلمان د پوتین هغه تصمیم تائید کړ چې دونټسک او لوهانسک په رسمیت پېژني، د روسیې جګپوړو او ټیټ پوړو قانون جوړونکو د ولادیمیر پوتین دغه تصمیم تائید کړ. له هغه وروسته چې له اوکراین څخه دوه جلا شوې ختیځې سیمې د روسیې لخوا په رسمیت وپېژندل شوې، روسیې خپلو سرتېرو ته یې امر کړی چې د اوکراین ختیځو سیمو ته داخل شي، د پوتین له دې فرمان سره همهاله اروپایي ټولنې وېره څرګنده کړه چې ښایي روسیه به په ډېره اسانۍ سره دغه هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي. بلخوا د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سپینه ماڼۍ کې پرس کانفرس ته په وینا کې ویلي، پر اوکراین د روسیې د برید پر خلاف ناټو متحده ده، امریکا او ددوی متحدین به د اوکراین تر څنګ ودریږي. بایډن همدا راز ویلي، که روسیې پر اوکراین برید وکړ، نو امریکا چمتو ده چې اوکراین ته د ځان ددفاع په خاطر وسلې ورکړي، بایډن همدا راز د روسیې پر دوو بینکونو (V.E.B) او (روسي ملټري) او همدا راز د روسیې پر یو شمېر بډایو وګړو بندیزونه ولګول. جوبایډن د روسیې هغه پرېکړه چې ختیځ اوکراین ته د خپلو پوځونو لېږلو امر کړی، غندلې او دا پرېکړه یې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللې ده. په ختیځ اوکراین کې دوو جلا شوبو سیمو کې د روسیې له حمایته برخمن بېلتون غوښتونکي وسله وال له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې جنګیږي، چې اوس روسیې د دوو مستقلو ریاستونو په توګه په رسمیت هم وپېژاندلې. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې په ورځ له روسي سیال سرګي لاوروف سره کېدونکې کتنه لغوه کړه، نوموړي ممکن په روانه اونۍ کې د پنجشنبې په ورځ له روسي سیال سره د اوکراین د کړکېچ په پار کتلي وای خو اوس ددې لیدنې لغوه کېدل اعلام شو. تازه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې اوکراین کې د روسیې سفارت د تخلیې چارې پیل شوي او ښایي ډېر ژر دغه پروسه بشپړه شي، له دې څرګندیږي چې روسیې پر اوکراین د برید پوره تابیا نیولې ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.