نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
روانه اونۍ د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت راپور ورکړ، چې د تاریخ په اوږدو کې د دغه هیواد پورونه په لومړي ځل له ۳۰ ټریلیون ډالرو څخه واوښتل، راپور زیاتوي، چې د متحده ایالتونو پورونه له تېرو لسیزو څخه د پورته کېدو پر لوري روان دي، خو د پورونو دا کچه هغه مهال لا […]
روانه اونۍ د امریکا متحده ایالتونو مالیې وزارت راپور ورکړ، چې د تاریخ په اوږدو کې د دغه هیواد پورونه په لومړي ځل له ۳۰ ټریلیون ډالرو څخه واوښتل، راپور زیاتوي، چې د متحده ایالتونو پورونه له تېرو لسیزو څخه د پورته کېدو پر لوري روان دي، خو د پورونو دا کچه هغه مهال لا ګړندۍ شوه چې د امریکا حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ددغه هیواد اقتصاد ته نغدي پیسې وار دمخه داخلې کړې.
د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د امریکا پورونه ۲۲.۷ ټریلیون ډالره ښودل شوي وو، خو دا هغه وخت و چې متحده ایالتونو ته د کرونا څپې نه وې رارسېدلې، یو کال وروسته یې په شمېر کې ۵ ټریلیون ډالره زیاتوالی راغی او په دې سره ددغه هیواد پورونه ۲۷.۷ ټریلیون ډالرو ته وختل.
له هغه وروسته دا دی ددغه هیواد پورونه ۲ ټریلیون ډالره نور هم زیات شول، چې په دې سره د امریکا پورونه ۳۰ ټریلیون ډالره شول او په ټوله نړۍ کې په یوه پوروړي هیواد یادیږي.
له بلې خوا د یوې بودیجې لپاره د فدرال کمېټې د پالیسۍ مرستیال ”مارک ګولډیون“ ویلي، د امریکا د ۳۰ ټریلیون ډالرو پور ددې ښکارندویي کوي چې ښایي راتلونکې لسیزه کې به دا پورونه نور هم لوړ شي.
ګولډین په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې له تېرو ۴۰ کلونو را په دېخوا د امریکا پورونه لوړیږي او داسې هیڅ نښې نه ښکاري چې ددې پورونو کچه دې راښکته شي.
د امریکا مالیې وزارت همدا راز ویلي، چې ددې پورونو نه ۶.۵ میلیون ډالره د حکومت له منځه اخیستل شوي دي، همدا راز د امریکا لپاره بهرنیو هیوادونو ۷.۷ ټریلیون ډالره پور برابر کړی، د وروستیو شمېرو له مخې،د ۲۰۲۱ میلادي کال تر نومبر میاستې پورې جاپان ۱.۳ ټریلیون ډالر، چین ۱.۱ ټریلیون ډالر او برېتانیا امریکا ته ۶۲۲ میلیارد ډالره پور ورکړی دی.
خو ویل کیږي ددغو پورونو سود ورکول د امریکا لپاره د پورونو د زیاتېدو یو عمده لامل ګڼل کیږي، امریکا یوازې تېر میلادي کال ددغو پورونو ۵۶۲ میلیارد ډالره سود ورکړی، چې د پیسو دغه کچه د امریکا د مالیې، روغتیا او دفاع وزارتونو پرته د فدرالي حکومت د هرې ادارې له کلنۍ بودیجې څخه زیاته ده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.