نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ سترې پرتمينې غونډې ترسره شوې چې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو، ځوانانو او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو. د عیسي خیلو د سیمې د ابوبکر صدیق رضی الله له مدرسې څخه ۱۱ تنه حافظان فارغ […]
د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ سترې پرتمينې غونډې ترسره شوې چې د سیمې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو، ځوانانو او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.
د عیسي خیلو د سیمې د ابوبکر صدیق رضی الله له مدرسې څخه ۱۱ تنه حافظان فارغ شول، دغه راز د باسوس د کلي د حضرت عمر رضی الله عنه له دارالحفاظ څخه ۹ تنه د قرآنکریم حافظان فارغ شوي، همدارنګه د یادې ولسوالۍ د نواباد د کلي د سراج العلوم له مدرسې څخه هم ۵ تنه حافظان فارغ شول.
لکه څرنګه چې دغه ورځ د اپریل دویمه نېټه د کندز ولایت د هاشمیه عمریه مدرسې د غمیزې د ورځې سره سمون درلود، نو په همدې اړه علماء کرامو خپلو تقریرونو او خبرو کې د کتاب الله د حفظ او اهمیت تر څنګ د ارچي ولسوالۍ د پیښې په اړه یادونې کولې او د هغو شهیدانو سپیڅليو روحونو ته یې دعاوي وکړې.
دا غونډې چې د سهار پر اتو بجو شروع شوې، ماسپښین مهال یوه بجه حافظانو ته د وقار، شرف، عزت سپینې پګړۍ په تړلو سره او په پای کې د دعا په غوښتلو سره پای ته ور سېدلې.
۴-۴-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.