د پوهنې وزارت سرپرست وزیر له عالیقدر امیر المؤمنین سره ملاقات وکړ

د شنبې او یکشنبې په ورځو (۴-۵/۷/۱۴۴۳هـ ق) تر غرمې وروسته  د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله «منیر» صاحب او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله «سعید» صاحب  په کندهار ښار کې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ  هبة الله اخندزاده صاحب سره ملاقات وکړ. په دې […]

د شنبې او یکشنبې په ورځو (۴-۵/۷/۱۴۴۳هـ ق) تر غرمې وروسته  د پوهنې وزارت  سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله «منیر» صاحب او د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله «سعید» صاحب  په کندهار ښار کې له عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ  هبة الله اخندزاده صاحب سره ملاقات وکړ.

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر صاحب د پوهنې وزارت اړوند وړاندیزونه او ستونزې له عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب سره شریکې کړې او د ځينو موضوعاتو په اړه یې ورڅخه لارښوونې وغوښتلې.

عالیقدر امیرالمؤمنین د خپلو خبرو په ترڅ کې د هیواد په تعلیمي ډګر کې د پوهنې وزارت هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې د اسلامي امارت مشرتابه په ټول توان سره د دیني مدارسو،عصري ښوونځیو او تعلیمي مراکزو د اکمال، تمویل او فعالولو  په برخه کې په پوره جدیت سره کارکوي او خپل ټول امکانات او اسانتیاوې په کار اچوي.