نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۸) نېټه د نیمروز ولایت د نوي فتحه شوي مرکز په جامع جومات کې د فقهي مجالسودرئیس په مشری ددغه ولایت علماء کرامو ستره او ارزښتناکه غونډه تر سره کړه. په یاده غونډه کې د ساحوي فقهي مجالسو امیران ،د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولین او منسوبین، […]
د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۸) نېټه د نیمروز ولایت د نوي فتحه شوي مرکز په جامع جومات کې د فقهي مجالسودرئیس په مشری ددغه ولایت علماء کرامو ستره او ارزښتناکه غونډه تر سره کړه.
په یاده غونډه کې د ساحوي فقهي مجالسو امیران ،د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولین او منسوبین، د مدارسو مهتممین ، د مساجدو خطیبان ، د سیمي په کچه شیوخ ، جید مفتیان او علماء کرام په کې برخوال وو چې شمېر یې تقریبا یونیم سلو (۱۵۰) تنو ته رسېدی .
یاده غونډه ډېره د خوښۍ په فضاء کې دائره شوه ، کله چې د شاوخوا سیمو علماء کرام د غونډې ځای ته را غلل د سیمییزو علماء کرامو له لوري یې ډېر تود هرکلی وشو.
غونډه د کلام الله تعالْی دڅومبارکوایتونوپه تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې د یاد ولایت د فقهي مجالسو رئیس وینا وکړه ، د فقهي مجالسو اهمیت او ضرورت یې په پوره ډول تشریح کړ ، له علما ءکرامو څخه یې وغوښتل چې په ټولو هغو سیمو کې باید مجالس جوړ شي چې ضرورت ورته لیدل کيږي چې د نوموړي دغه غوښتنه د سیمي د علماء کرامو له لوري په ډېره خوښی سره تایید شوه .
ورپسې د سیمي د روان وضعیت او د فقهي مجالسو په اړه د علما ءکرامو نظرونه واورېدل شول اود فقهي مجالسو د جوړېدلو په اړه تصامیم ونیول شول .غونډه په ټول هیواد کي داسلامي نظام دنافذیدوپه دعاء سره پای ته ورسېده.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.