د ننګرهار، پيچیرآګام د سلیمانخیلو تنګي په خلکو د ظلم او زیاتي په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

وروسته له هغه چې تیرکال په ننګرهار کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا داعشي فتنه ګرو ته ماتې ورکړل شوه او ټولې سیمې ترې پاکې شوې، نو د هغو سیمو خلکو چې د داعشیانو له ویرې کډوال شوي وو بیرته خپلو سیمو ته راتګ پيل کړ. په دې جمله کې د پچیرآګام ولسوالۍ د […]

وروسته له هغه چې تیرکال په ننګرهار کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا داعشي فتنه ګرو ته ماتې ورکړل شوه او ټولې سیمې ترې پاکې شوې، نو د هغو سیمو خلکو چې د داعشیانو له ویرې کډوال شوي وو بیرته خپلو سیمو ته راتګ پيل کړ.
په دې جمله کې د پچیرآګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو تنګي تر پنځو سوو پورې کورنۍ هم خپلو کورونو ته ستانه شول، خپل کورونه يې بیا ورغول، کښتونه يې فعال کړل او عادي ژوند يې پيل کړ.
په دې سلسله کې نورې هغه کورونۍ هم د سلیمانخیلو د تنګي په لور ور روانې وې چې له دغې درې څخه د داعش د ظلمونو له امله تښتیدلي وې.
خو د کابل ادارې عسکرو د سلیمانخیلو درې د تنګي خوله د یادو خلکو پرمخ تړلې، هيڅوک خپلو کورونه او کروندو ته نه پریږدي، همدا ډول يې په هغو پنځو سوو کورنیو باندې هم د تګ راتګ، خوراکي توکو او دارو درملو بنديز لګولی چې لا پخوا دې سیمې ته ورغلي دي.
اسلامي امارت دغه بزدله عمل په کلکه غندي، له دغو خلکو سره د داعشیانو په لاس ظلم او تیری هم د کابل ادارې د استخباراتي حلقاتو په مرسته کیده او اوس يې دادی په دې جرم ځوروي او بندیزونه پرې لګوي، چې ولی د خپلو ویجاړو کورونو آبادۍ او د تخریب شوو فصلونو رغولو ته ورځي.
په دې اړه د رسنیو، بشري نهادونو او خیریه سازمانوو توجه د دغو عامو خلکو د مشکلاتو حل ته راګرځو، ترڅو هلته له ورتلونګو خلکو سره نور ظلم زیاتی پای ته ورسیږي او په تنګي کې دننه د میشتو خلکو پرمخ د خوراکي توګو او دارو درملو لار ونه تړل شي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۷/۹/۱۴۴۱هـ ق
۲۱/۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/5/10م