د مکسیکو پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د شنبې په ورځ دیارلس کسان هغه مهال ووژل شول، کله چې د دوی موټر د مرکزي مکسیکو په یوه لویه لاره کې په یوه کندې کې ولوېده، په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د جلیسکو ایالت د بیړنیو خدماتو […]

رویټرز خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د شنبې په ورځ دیارلس کسان هغه مهال ووژل شول، کله چې د دوی موټر د مرکزي مکسیکو په یوه لویه لاره کې په یوه کندې کې ولوېده، په دې پېښه کې ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جلیسکو ایالت د بیړنیو خدماتو ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو په لومړي سر کې خپل ژوند د لاسه ورکړی و او په موټر کې بند پاتې وو.

دا پېښه د ”لاګوس ډی مورینو“ ښار ته نږدې په هغې لویه لاره کې را منځ ته شوې چې د ګواناجواتو او جالیسکو مرکزي ایالتونه سره نښلوي، دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کاتولیک زیارت کوونکي د ”سان جوآن دي لاس لاګوس“ په نږدې ښارګوټي کې زیارت ته ورځي.

د بېړنیو خدماتو ادارې عکسونه ښیي چې یو لوی تور فلنکوچ ډوله موټر د لویې لارې په اوږدو کې په ژوره کنده کې غورځیدلی دی.

د بېړنیو خدماتو ادارې همدا راز ویلي، د پېښې په ځای کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او یو بل بیا په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.