د لوړو وزارت له هغو ښوونکو چې بهر ته تللي د بېرته راتګ غوښتنه کړې

‏د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو له هغو استادانو چې بهر ته تللي غوښتنه کړې چې هېواد ته راوګرځي او خپل خدمت بېرته پیل کړي. وزارت ډاډ ورکړی چې د دندې پیدا کولو ترڅنګ به د ښوونکو او علمي کدرونو ټول مادي او معنوي حقوق پرځای شي. ‏د لوړو زده کړو وزارت هممهاله اعلان […]

‏د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو له هغو استادانو چې بهر ته تللي غوښتنه کړې چې هېواد ته راوګرځي او خپل خدمت بېرته پیل کړي.
وزارت ډاډ ورکړی چې د دندې پیدا کولو ترڅنګ به د ښوونکو او علمي کدرونو ټول مادي او معنوي حقوق پرځای شي.
‏د لوړو زده کړو وزارت هممهاله اعلان کړی چې دولتي پوهنتونونو ته د علمي کدرونو د جذب د نوم لیکنې پروسه پیلیږي.
د کادري ازموینو لپاره نوم‌لیکنه په (۲۳/۱۱/۱۴۰۰) نېټه پیل او په (۵/۱۲/۱۴۰۰) پای ته رسیږي.