د قهرجنو لاریونونو له امله د قازاقستان ولسمشر کابینه له واکه ګوښه کړه

له تېرې سې شنبې راهیسې ولسي وګړو د تېلو په بیو کې د لوړوالي له امله قازاقستان پر قهرجنو لاریونونو لاس پورې کړی، چې د دغه هیواد ولسمشر مجبور شو لومړی وزیر او کابینه یې له دندې ګوښه کړي، بلخوا د ورکړل شویو راپورونو له مخې ویل شوي، چې د قازاقستان ولسمشر د لومړي وزیر […]

له تېرې سې شنبې راهیسې ولسي وګړو د تېلو په بیو کې د لوړوالي له امله قازاقستان پر قهرجنو لاریونونو لاس پورې کړی، چې د دغه هیواد ولسمشر مجبور شو لومړی وزیر او کابینه یې له دندې ګوښه کړي، بلخوا د ورکړل شویو راپورونو له مخې ویل شوي، چې د قازاقستان ولسمشر د لومړي وزیر عسکر مامن استعفا منلې او نوموړی له دندې ګوښه شوی دی.

تر هغو چې نوی لومړی وزیر او کابینه یې اعلانیږي او پر خپلو دندو کار پیلوي، مرستیال وزیر به ددغه وزارت چارې پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده چې په پلازمېنه الماتي او منګیستو ایالت کې له ۱۹ جنوري څخه بېړنی حالت اعلان شوی دی، چې د شپې له ۱۱:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۷:۰۰ بجو پورې په ګرځېدلو بندیز لګول شوی دی.

د قازاقستان امنیتي ځواکونو د قهرجنو لاریون والو په تیت پرک کولو کې له اوښکې بهونکي ګازو څخه کار اخیستی خو بیا هم له لاریونوالو سره په اخ و ډب کې ۹۵ امنیتي سرتیري ټپیان شوي او له ۲۰۰ ډېر لاریونوال د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

قهرجن لاریونوال د تېلو د بیو لوړوالي له امله د قازاقستان له حکومت څخه د استعفا غوښتنه کوي، که څه هم ددوی ځینې غوښتنې منل شوي خو دا لا نه ده روښانه چې راتلونکي کې به د تېلو بیې راټیټې شي او که نه.