نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اناتولي خبري رسنۍ د راپور پر بنسټ، د قزاقستان د لویې څارنوالۍ دفتر او د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ګازو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې چې د جنورۍ له دویمې نېټې پیل شوی و، ۲۲۵ کسان وژل شوي دي. راپور زیاتوي، چې په […]
د اناتولي خبري رسنۍ د راپور پر بنسټ، د قزاقستان د لویې څارنوالۍ دفتر او د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه هېواد کې د ګازو د بیو د لوړېدو په اعتراض کې چې د جنورۍ له دویمې نېټې پیل شوی و، ۲۲۵ کسان وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې په یادو لاریونونو کې له دې سربېره ۴۳۵۳ تنه لاریون کوونکي او ۳۳۹۳ تنه امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي، همدا راز ویل کیږي، چې د ۵۴۶ قضیو څېړنې روانې دي چې پکې ۴۴ ترهګریزې پېښې او ۱۵ قتلونه تثبیت دي، د یادونې وړ ده چې د یادو قضیو په تړاو تر دا مهاله ۴۴۶ کسان نیول شوي دي.
د قزاقستان ولسمشر له هغه وروسته چې هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شو د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هیوادونو څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه، د قزاقستان د امنیتي وضعیت د کنټرولولو لپاره د امنیتي تړون غړیو هیوادونو یو شمېر ځواکونه دغه هیواد ته ولېږل، چې د وضعیت تر کنټرول وروسته بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.