نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
په قزاقستان کې د یو لړ ناکراریو را وروسته چې اوسمهال وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی ددغه هیواد ولسمشر ”قاسم جومارت توکایف“ پارلمان ته ”علي خان سماعیلوف“ د نوي لومړي وزیر په توګه وړاندې کړ. د معلوماتو له مخې، ۵۰ کلن ”علي خان سماعیلوف“ له پارلمان څخه د باور رایو تر لاسه کولو وروسته […]
په قزاقستان کې د یو لړ ناکراریو را وروسته چې اوسمهال وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی ددغه هیواد ولسمشر ”قاسم جومارت توکایف“ پارلمان ته ”علي خان سماعیلوف“ د نوي لومړي وزیر په توګه وړاندې کړ.
د معلوماتو له مخې، ۵۰ کلن ”علي خان سماعیلوف“ له پارلمان څخه د باور رایو تر لاسه کولو وروسته د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، نوموړی د پخواني لومړي وزیر ”عسکر مامین“ لومړی مرستیال و، د یادونې وړ ده چې عسکر مامین له هغه وروسته چې د تېلو او مائع ګازو په بیو کې لوړوالی راغی او له همدې امله قهرجنې مظاهرې وشوې، له دندې استعفا وکړه او دا دی ولسمشر علي خان سماعیلوف د نوي لومړي وزیر د سرپرست په توګه وټاکه.
سرپرست لومړي وزیر علي خان سماعیلوف د قزاقستان له ولسمشر او ددغه هیواد د پارلمان له وکیلانو څخه مننه وکړه چې په داسې حساسو شېبو کې یې پر ده اعتماد وکړ او د باور رایې یې ورکړې، نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هیواد کې به اقتصادي وضعیت ته وده ورکوي او د اقتصادي تورم کچه به را ټیټوي.
علي خان اسماعیلوف همدا راز ویلي، چې د هیوادوالو ټولې مشروع غوښتنې به راټولوي او د عملي کولو لپاره به یې کوټلي ګامونه اخلي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.