د قرغستان او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ د نښتې راپورونه ورکړل شوي

یو شمېر روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د قرغستان او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې، د راپورونو له مخې دواړو لوریو ته ځاني تلفات هم اوښتي دي. د قرغزستان چارواکو تر اوسه د اوښتو ځاني تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي، خو تاجکستاني ځواکونه وایي، چې په دې تازه نښته کې د […]

یو شمېر روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د قرغستان او تاجکستان سرحدي ځواکونو تر منځ نښته شوې، د راپورونو له مخې دواړو لوریو ته ځاني تلفات هم اوښتي دي.

د قرغزستان چارواکو تر اوسه د اوښتو ځاني تلفاتو په هکله څه نه دي ویلي، خو تاجکستاني ځواکونه وایي، چې په دې تازه نښته کې د دوی دوو تنو سرحدي ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د معلوماتو پر بنسټ نښته لومړی د دواړو خواو په پوله کې د مېشتو ولسي وګړو تر منځ پیل شوه، وروسته د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو د مداخلې له امله په ستره وسله واله نښته بدله شوه چې سپکې او درنې وسلې پکې وکارول شوې.

قرغزي ځواکونو رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، نښته له تاجکستان سره پر پوله ”تورت کوچو او چردوبو“ سیمو کې را منځ ته شوې، قرغزي ځواکونو همدا راز تور پورې کړی چې تاجکي ځواکونو په دې نښته کې د توپ او ټانګ ضد وسلو څخه کار اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې تېر ۲۰۲۱ میلادي کال اپرېل میاشت کې هم لومدی د یادو هیوادونو د ولسي وګړو تر منځ د لانجمنې پولې پر سر خورا خونړۍ نښته وشوه، چې وروسته یې وسله وال شکل اختیار کړ، په دغې وسله والې نښته کې ۴۹ کسان وژل شوي وو او له ۲۶۰ تنو ډېر بیا ټپیان شوي وو.

د قرغزستان او تاجکستان تر منځ په پوله کې پر ځینو سیمو او اوبو زور اختلاف شتون لري، چې وخت ناوخت یې په اړه د نښتو راپورونه ورکول کیږي.