د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په دې هڅه کې دی چې له ایران سره خپلې اړیکې ورغوي

سعودي عربستان غواړي له خپل همسایه هیواد ایران سره ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي، په همدې تکل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په تازه حرګندونو کې هوډ څرګند کړی، چې سیمه کې له خپل سخت سیال او مخالف هیواد سره ښې اړیکې غواړي. نوموړي دا څرګندونې العربیه تلوېزون سره په مرکه کې کړي دي، نوموړي […]

سعودي عربستان غواړي له خپل همسایه هیواد ایران سره ترینګلې اړیکې بېرته ورغوي، په همدې تکل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په تازه حرګندونو کې هوډ څرګند کړی، چې سیمه کې له خپل سخت سیال او مخالف هیواد سره ښې اړیکې غواړي.

نوموړي دا څرګندونې العربیه تلوېزون سره په مرکه کې کړي دي، نوموړي همدا راز ویلي، تمه ده ایران د منځني ختیځ د بډایه کولو په چارو کې له سعودي عربستان سره لازمې مرستې وکړي.

خو ولیعهد محمد بن سلمان هغو ټکو ته هم اشاره کړې، چې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ یې اړیکې ترینګلي کړي دي، محمد بن سلمان زیاتوي، د ایران اټومي پروګرام، توغندیز بریدونه او د دغه هیواد لخوا د ناقانونه ملېشه یي ځواک ملاتړ د ستونزو اصلي لامل دی، خو نوموړي هیله څرګنده کړې ده، چې د سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو په مرسته ددې مسئلې د حل په لټه کې دی.

سعودي عربستان او ایران له لسیزو را په دېخوا په سیمه کې د برلاسي په موخه سره وران دي، خو سیمه کې را ولاړو شویو نیابتي جګړو د دوی دغه سیالي د دښمنۍ تر کچې ورسوله، سعودي عربستان او ایران دواړه د یمن په کورنۍ جګړه کې د مخالفه ډلو ملاتړ کوي، د رسنیو د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان له ملاتړ برخمنه یوه سني ډله له ۲۰۱۵ میلادي کال را هیسې هلته د حکومت پلوه ځواکونو ملاتړ کوي، خو ایران بیا د حکومت له مخالفې ډلې سره چې حوثي یاغیان بلل کیږي په مرسته کولو تورن دی.

تهران په ښکاره توګه دا نه مني، چې ګواکې حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي، خو په پټه یې ستر ملاتړی یادیږي، هېره دې نه وي چې حوثیانو په دا وروستیو کې د سعودی عربستان په ښارونو او د تېلو په زیربناوو توغندیز او ډرون بریدونه خورا ډېر کړي دي.

سعودي عربستان پر ایران دا تور هم لګولی چې په عراق او لبنان کې د هغو شیعه مذهبه ملېشو ملاتړ کوي، چې دا وروستیو کلونو کې یې پوځي او سیاسي واک تر لاسه کړی دی، سعودي عربستان وایي دغه ملیشې په خلیج کې د تېلو په بېړیو بریدونه کوي.

محمد بن سلمان همدا راز ویلي، که هر څه وي ایران یې یو همسایه هیواد دی او نه غواړي نور له دغه هیواد سره په ترینګليو حالاتو کې واوسي، دی غواړي چې ایران سره اړیکې ښې کړي.

د یمن د جګړې په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې محمد بن سلمان وویل، هیڅ هیواد پر خپله پوله وسله والې ملېښې نشی زغملی، د یادونې وړ ده چې تېره میاشت حوثي یاغیانو د سعودي عربستان لخوا د اوربند وړاندیز رد کړ، تر دې وروسته محمد بن سلمان حوثیانو ته په خطاب کې وویل، د یمن د خلکو حقونو او د سیمې د ګټو خوندیتابه لپاره دې د خبرو مېز ته کیني.