د جیبوتي په ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۳۴ کسان مړه شوي

د کډوالو نړیوال سازمان د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د کوچني هیواد جیبوتي په ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې او لږ تر لږه ۳۴ تنه پکې مړه شوي دي. رویټرز خبري اژانس د همدې سازمان د رسمي ټویټر پر بنسټ لیکلي، چې دا کښتۍ د انساني قاچاق وړونکو اړوند وه […]

د کډوالو نړیوال سازمان د دوشنبې په ماښام اعلان وکړ، چې د کوچني هیواد جیبوتي په ساحل کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې او لږ تر لږه ۳۴ تنه پکې مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د همدې سازمان د رسمي ټویټر پر بنسټ لیکلي، چې دا کښتۍ د انساني قاچاق وړونکو اړوند وه او احتمال لري چې تر ۶۰ زیات کډوال پکې سپاره وو، یاد سازمان په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو تر اوسه د ۳۴ تنو د وژل کېدو راپورونه تائید شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دا وروستیو څو کلونو کې د جیبوتي هیواد په سواحلو کې د غیر قانوني کډوالو اړوند یو شمېر کښتۍ ډوبې شوي او ګڼه مرګ ژوبله یې را منځ ته کړې ده.

ویل کیږي چې په ورته پېښو کې زیاتره د اتیوپي او سوماليې اړوند وګړي قرباني کیږي، دوی له خپلو هیوادونو د جګړو او فقر له امله ګاونډیو بډایو هیوادونو ته ورته خطرناک دریابي سفرونه کوي، چې له ګڼې مرګ ژوبلې سره مخ کیږي.