د جرمني پر امنیتي ځواکونو خونړی وسله وال برید تر سره شوی دی

د نړیوالو خبري سرچینو د راپورونو له مخې، په جرمني کې پر امنیتي ځواکونو خونړی وسله وال برید تر سره شوی دی، دا خورا مرګونی برید د جرمني جنوب لوېدیځ کې پر امنیتي ځواکونو تر سره شوی دی. په راپور کې راغلي دي، د کایزرسلاوترن په ښار کوزې سیمه کې پر هغو امنیتي ځواکونو وسله […]

د نړیوالو خبري سرچینو د راپورونو له مخې، په جرمني کې پر امنیتي ځواکونو خونړی وسله وال برید تر سره شوی دی، دا خورا مرګونی برید د جرمني جنوب لوېدیځ کې پر امنیتي ځواکونو تر سره شوی دی.

په راپور کې راغلي دي، د کایزرسلاوترن په ښار کوزې سیمه کې پر هغو امنیتي ځواکونو وسله وال برید تر سره شوی چې د سړک د کنټرولولو دنده یې په غاړه درلوده.

راپور زیاتوي، په یاد خونړي برید کې یوې ښځینه پولیسې او یو تن پولیس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو ویل کیږي چې برید کوونکی له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.

د جرمني امنیتي ځواکونو د برید کوونکي د نیولو په خاطر په سیمه کې په پراخه کچه عملیات پیل کړي، خو تر اوسه برید کوونکی نه دی نیول شوی.