د تونس په ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۲۱ تنه کډوال وژل شوي

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس په ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه کډوال وژل شوي دي، دا پېښه نن له ماسپښین وروسته را منځ ته شوې ده. رویټرز خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې د تونس په ساحل کې د کډوالو د […]

د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، د تونس په ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ تنه کډوال وژل شوي دي، دا پېښه نن له ماسپښین وروسته را منځ ته شوې ده.

رویټرز خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې د تونس په ساحل کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو پېښه کې ۲۱ تنو افریقایي کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سیمه ییزو رسنیو تائید کړې، چې د تونس د سمندر اړوند ملي ګارد سرتېرو یو سړی او دوه مېرمنې له غرقېدلو ژغورلي دي، د معلوماتو له مخې، تر دا مهاله مرستندویه ټیمونو د ۲۱ تنو جسدونه را اېستلي دي، خو دا لا نه ده معلومه چې په یاده کښتۍ کې څو تنه سپاره وو، په وژل شویو کې ۹ مېرمنې او یو ماشوم شامل دي.

افریقایي کډوال په خپل هیواد کې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له امله د اقیانوس، اطلس او مدیترانې له سمندرونو په قاچاقي کښتیو کې له اقتصادي ستونزو د هوساینې په موخه د اروپا لویې وچې ته د اوښتلو کوښښ کوي، چې ډېر ځله له ورته خونړیو پېښو سره مخ کیږي.