د تایوان جنګي (ایف_۱۶) الوتکه د روزنیز الوت پر مهال نسکوره شوې

له تایوان څخه خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې ددغه هیواد د پوځ یوه جنګي (ایف_۱۶) الوتکه د روزنیز الوت پر مهال نادرکه شوې، داسې ویل کیږي چې ښایي په سمندر کې به یې سقوط کړی وي. د نړیوالو راپورونو له مخې، د تایوان دغه جنګي جیټ الوتکه د چیایي ښار له یوه هوایي ډګر څخه […]

له تایوان څخه خبري رسنۍ راپور ورکوي، چې ددغه هیواد د پوځ یوه جنګي (ایف_۱۶) الوتکه د روزنیز الوت پر مهال نادرکه شوې، داسې ویل کیږي چې ښایي په سمندر کې به یې سقوط کړی وي.

د نړیوالو راپورونو له مخې، د تایوان دغه جنګي جیټ الوتکه د چیایي ښار له یوه هوایي ډګر څخه تر روزنیز الوت نیمه ګړۍ وروسته نادرکه شوه او له رادار سره یې اړیکه پرې شوه، د معلوماتو له مخې، له پیلوټ سره د کنټرول ټاور وروستۍ اړیکه هغه مهال ټینګه شوې وه چې الوتکه د سمندر پر برابر الوت کاوه.

د تایوان چارواکي په دې اند دي چې ښایي الوتکې په سمندر کې سقوط کړی وي، بلخوا عیني شاهدانو هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی یوه الوتکه ولیده چې په سمندر کې سقوط شوه.

له پېښې وروسته د تایوان پوځ د ژغورنې عملیات پیل کړي، په دغو عملیاتو کې د ساحل ساتونکو یوه سمندري کښتۍ، سمندري غوطه کوونکي او دوه چورلکې شاملې دي، خو تر دا مهاله د الوتکې ټوټې نه دي موندل شوي.

بلخوا د تایوان ولسمشر ”تسای انګ وین“ د پیلوټ د ژغورلو لپاره د هرې ممکنې هڅې امر کړی دی او هندا راز یې د یادې الوتکې د نسکورېدو په اړه یې توضیحات غوښتي دي، دا الوتکه په داسې مهال سقوط کوي چې د چین او تایوان تر منځ کړکېچ زیات شوی او دواړو لوریو په پرتې سرحدي پوله پوځي تمرینات پیل کړي دي.