نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بورکینا فاسو په جنوب لوېدیځ کې د سرو زرو په یوه کان کې چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده، اینډیپنډنټ رسنۍ له بي بي سي څخه د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، چې دا خورا خونړۍ پېښه د سرو زرو کان ته څېرمه په یوه مارکېټ کې د ډینامیټ په ګودام کې د اور […]
د بورکینا فاسو په جنوب لوېدیځ کې د سرو زرو په یوه کان کې چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده، اینډیپنډنټ رسنۍ له بي بي سي څخه د عیني شاهدانو په حواله لیکلي، چې دا خورا خونړۍ پېښه د سرو زرو کان ته څېرمه په یوه مارکېټ کې د ډینامیټ په ګودام کې د اور لګېدنې له امله را منځ ته شوې ده.
له سیمې څخه عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چاودنه دومره زوروره وه چې ونې یې له منځه وړي، د کورونو ښیښې یې ماتې کړي او له چاودنې وروسته هر خوا د مړو شویو کسانو جسدونه پراته وو.
لسګونه ټپیان سیمه کې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي، ویل کیږي چې د یادې پېښې ډېری قربانیان مېرمنې او ماشومان دي، ځایي چارواکي وایي، د سرو زرو کان به تر بلې خبرتیا پورې تړلی وي.
سانسا اوربان کامبو چې د سیمه ییزو مسئولانو څخه یو دی رویټر خبري اژانس ته ویلي، د بورکینا فاسو د سرو زرو د کان ډېری کار کوونکي غریبان دي چې د بورکینا فاسو له مختلفو سیمو دلته راغلي وو، چې له بده مرغه ننۍ چاودنې د غم پر ټغر کېنول، د یادونې وړ ده چې بورکینا فاسو په افریقا کې د سرو زرو تر ټولو لوی کان دی چې نړیوال شرکتونه یې اداره کوي.
خبري رسنۍ همدا راز وایي، چې د پېښې په تړاو امنیتي کسانو یو تن نیولی او د نورو په لټه کې دي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي چې نور جزئیات به یې وروسته رسنیز شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.