د بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر خاص مشاور کتلي

نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير خاص مشاور وکتل چې د کتنې موخه د بشري مرستو رسونه، شفافیت، زیاتوالی، اسلامي بانکدارۍ پر ودې او د روابطو ټینګښت او پراختيا وه. ښاغلي داتو حاجي احمد اعظم عبدالرحمن یادونه وکړه چې […]

نن د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزير خاص مشاور وکتل چې د کتنې موخه د بشري مرستو رسونه، شفافیت، زیاتوالی، اسلامي بانکدارۍ پر ودې او د روابطو ټینګښت او پراختيا وه.

ښاغلي داتو حاجي احمد اعظم عبدالرحمن یادونه وکړه چې په ۲۳ فبروري به د ماليزيايي ولس  د مرستو لومړۍ الوتکه کابل ته راورسيږي او د خپلو مرستو او اقتصادي همکاریو د انسجام لپاره په کابل کې دفتر خلاصوي.

محترم متقي صاحب د مالیزیايی ولس له مرستو مننه او هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې مالیزیا هیواد دي د هوايي دهلیز له لاري د افغانستان مهمو طبي بوټو او وچې مېوې ته د مارکېټ په پيدا کولو کې د اقتصادي پرمختګ په هدف همکارۍ وکړي.