نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د بهرنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته هرکلی ووایه او د داوړو هیوادونو په تاریخي اړیکو، مذهبي، بشري او اقلیمي مشترکاتو یې خبرې وکړې او په ترکیه کې د واکمن حکومت او ولس له ملاتړ څخه يې خوښي څرګنده کړه. ښاغلي کریم کنیک دخبرو په پیل کې مننه وکړه چې تود هرکلی یې شوی، افغانستان […]
د بهرنیو چارو وزیر یاد پلاوي ته هرکلی ووایه او د داوړو هیوادونو په تاریخي اړیکو، مذهبي، بشري او اقلیمي مشترکاتو یې خبرې وکړې او په ترکیه کې د واکمن حکومت او ولس له ملاتړ څخه يې خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي کریم کنیک دخبرو په پیل کې مننه وکړه چې تود هرکلی یې شوی، افغانستان یې ستراتیژیک ملګری هیواد وباله، د هر راز همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ او په ۱۹۱۵ م کال له ترکانو سره د چناق کلا په ستره معرکه کي د افغانانو همکارۍ او قربانۍ یې نه هېردونکې وبللې.
دغه راز یې وویل؛ د ښاغلي اردغان په خاص لارښوونه د غیر دولتي مؤسساتو او ترکي ولس مرستې چې ۷۵۰ ټنه کیږي او ۱۰ میلونه ډالره ارزښت لري چې پکې خواراکي او ژمني توکي، البسه، درمل او صحي وسایل شامل دي راټولي کړې او د اورګاډي په مټ به په لنډ وخت کي افغانستان ته د تور غونډۍ بندر له لاري راورسیږي.
ښاغلي کنیک د افغان سرې میاشتي د ظرفیت لوړونې او امکاناتو د برابرولو یادونه هم وکړه چې نړیوال هڅوي تر څو په دې برخه کي مرستي زیاتي کړي.
محترم متقي صاحب د دوی له مرستو او نېک نیت څخه مننه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ښه به وي هغه مرسته کوونکي توکي چې د افغانستان په مارکېټونه کي پیداکیږي دلته وپېرل شي تر څو د مرستې تر څنګ افغان اقتصاد هم وده وکړي او د کرایې مصرف هم نه ورباندي وشي، همدارنګه متقي صاحب غوښتنه وکړه چې په ترکیه کې دي افغان مهاجرینو، متعلیمینو، تجارانو او د تداوي په موخه تلونکو افغانانو ته د ویزو او نور سهولتونه زیات شي.
د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې افغان حکومت چمتو دی چې ترکیې حکومت او تجارانو ته په افغانستان کې د پانګوني زمینه برابره کړي تر څو دوه اړخیز تجارت او اړیکي لا قوي شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.