‏د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره وکتل

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا او کانونو په برخه کې د چین پانګونې، دوه اړخیزې سوداګرۍ ودې او ‏ځینو نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړې. د چین سفیر د افغانستان نوي حکومت سره یې د هېواد د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. […]

دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د لمریزې برېښنا او کانونو په برخه کې د چین پانګونې، دوه اړخیزې سوداګرۍ ودې او ‏ځینو نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړې.

د چین سفیر د افغانستان نوي حکومت سره یې د هېواد د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزیر د چین له رغنده دریځ څخه هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې يې پرمختګونه د قدرداني وړ وبلل.

‏متقي صاحب د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت او چین د بهرنیو چارو وزارت تر منځ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې میکانیزمونو د وروستۍ پر لیکه ناستې د پایلو او پرمختګونو ستاینه وکړه، او د جلغوزیو د صادراتو په برخه کې د چین له خوا د وروستیو اسانتیاوو د رامنځ ته کولو له امله هم مننه وکړه.

‏همداراز افغان لوري د چین له سفیر څخه وغوښتل چې په کومو کانونو کې چې چین پانګونه کړې ده، کار کې یې باید لازمه چټکتیا راشي.

د چین له سفیر نه یې غوښتنه وکړه چي چین کې د افغان محصلینو د ستونزو حل کې مرسته وکړي.