نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اینډیپنډنټ خبري رسنۍ د راپور له مخې، د ایران د هوایي ځواکونو اړوند یوې جنګي (F_15) الوتکې په تبریز ښار کې سقوط کړی دی، ایراني چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کړی دی. د ایران د پوځ ویاند رسنیو ته خپلو څرګندونو کې ویلي، یادې جنګي الوتکې نن دوشنبه سهار مهال د ۸:۰۰ بجو […]
د اینډیپنډنټ خبري رسنۍ د راپور له مخې، د ایران د هوایي ځواکونو اړوند یوې جنګي (F_15) الوتکې په تبریز ښار کې سقوط کړی دی، ایراني چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کړی دی.
د ایران د پوځ ویاند رسنیو ته خپلو څرګندونو کې ویلي، یادې جنګي الوتکې نن دوشنبه سهار مهال د ۸:۰۰ بجو په شاو خوا کې په تبریز ښار کې نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه سقوط کړی، د نوموړي په خبره الوتکه هوایي ډګر ته د ستنېدو په حال کې وه چې د تخنیکي ستونزې له امله یې سقوط وکړ.
د پوځ ویاند همدا راز ویلي، د الوتکې پیلوټ له دې امله چې الوتکه ګڼ مېشته سیمه کې و نه لوېږي، د پراشوټ په مرسته یې له الوتکې نه دي دانګلي، نوموړي خپل ځان قرباني کړ خو د ګڼو خلکو ژوند یې وژغوره، هغه وایي الوتکه داسې ځای کې لوېدلې چې څوک نه پکې اوسېدل.
بلخوا د ختیځ اذربایجان د ناورین پر وړاندې د مبارزې د ادارې رئیس محمد علي هنروري ویلي، الوتکه یوې مسکوني سیمه کې د یوه ښوونځي په دېوال را لوېدلې خو له نېکمرغه ښوونځی رخصت وو او چا ته ځانيزیان نه دی اوښتی.
هنروري همدا راز ویلي، په دې خورا خونړۍ پېښه کې دوو تنو پوځیانو او یوه ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د پېښې په اړه بشپړې څېړنې پیل شوي چې ښایي جزئیات به یې وروسته په ډاګه شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.