نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، تېر ماښام د ایران د سمندري ځواکونو اړوند په یوې ستره پوځي کښتۍ کې لومړی د چاودنې له امله اور لګېدنه را منځ ته شوې او بیا ډوبه شوې ده. د معلوماتو له مخې، دا پېښه د ایران هرمزګان ولایت اړوند جاسک بندر کې را منځ ته […]
د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، تېر ماښام د ایران د سمندري ځواکونو اړوند په یوې ستره پوځي کښتۍ کې لومړی د چاودنې له امله اور لګېدنه را منځ ته شوې او بیا ډوبه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا پېښه د ایران هرمزګان ولایت اړوند جاسک بندر کې را منځ ته شوې، ویل کیږي چې د نوموړې کښتۍ ټوله عمله ژغورل شوې ده او چا ته پکې د سر زیان نه دی اوښتی.
تر اور لګېدنې وروسته، د ژوغورنې عملیاتو کابو ۲۰ ساعته دوام وکړ خو بې نتېجې پای ته ورسېدل، د ځایي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پوځي ستره کښتۍ په بشپړه توګه ډوبه شوې ده.
د سمندري ځواکونو اړوند دا ستره پوځي کښتۍ د خارک په نوم یادیږي، چې کابو ۳۳ زره ټنه وزن یې درلود، ۲۰۷ متره اوږدوالی او ۲۶ متره پلنوالی یې درلوده.
د یادونې وړ ده، چې دا په تېرو دوو میاشتو کې په ایران کې دوهمه پوځي کښتۍ ده چې اور لګېدنه پکې را منځ ته کیږي، څه موده وړاندې د سپاه پاسداران اړوند د ساویز په نوم یوې کښتۍ کې چاودنه را منځ ته شوې وه، ایرانې مقاماتو هغه مهال ویلي و، چې دا اور لګېدنه د چسپکي ماین چاودنې له امله را منځ ته شوې وه.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.